د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي وزيريستان کى د يرغمل شوي دوه چينايي انجينيرانو د خوشى کولو د پاره جوړى شوى قبايلي جرگى ناکامى شوى دي  - 2004-10-13


د پاکستان د قبایلو د مشرانو یو هیات د هغو مبارزینو د مشر سره چی د القاعده سره ارتباط لری او دوه چینایی انجنیران یې یرغمل نیولي دي وکتل چی دغه چینیان خوشی کړی مگر کامیابه نه شول . ددې هیات یوه غړي وویل د مبارزینو مشر چی کوم بل ځای دی وایی تر هغو به دغه تښتول شوي چینایان خوشی نه کړی چی سړي تښتونکي او خپله دغه دوه تنه دې دده ځای ته ورغلي نه وی . عبداله مسود چی د مارچ په میاشت کی په گوانتانامو کی د امریکا د زندان نه خوشی شو ددغو چینایانو د نیولو امر ورکړی و او هغوی د شنبې په ورځ د جنوبی وزیرستان په گوښه سیمه کی وتښتول شول . هغه گواښ کړئ چی که پاکستانی قواوی د سړو تښتونکو د پټیدو پر ځای باندی چی محاصره کړی یې دی حمله وکړی نو دغه یرغمل کسان به ووژنی . دغو چینایانو د اوبو د بند په جوړولو باندی کار کاوه . پیکینگ د اسلام آباد نه غوښتی دي چی دهغوی د خلاصیدو کوشش وکړی .

XS
SM
MD
LG