د لاس رسي وړ اتصالات

تندروه ملا ابوبکر بشیر په جاکارتا کی د ماریات په هوټل کی د بم په چولو رسما تورن شو - 2004-10-15


د اندونیزیا څارنوالانو، مسلمان تندروه ملا ابوبکر بشیر په جاکارتا کی د ماریات په هوټل کی د بم په چولو رسما تورن کړ.

په هغه باندی نن د جمعی په ورځ ددی جرم رسمی تور ولگول شو او ویل شوی چی په جاکارتا کی د بم د چولو امر چی پکی دولس کسه ووژل شول ابوبکر بشیر ورکړی و. ښاغلی بشیر دا تورونه رد کړی دی. څارنوالان وایی په ښاغلی بشیر باندی دا تور هم دی چی د جامعه اسلامیه ترورستی ډلی چی د القاعده ترورستی ډلی سره اړیکی لری مشر و او په دوه زره دوهم کال کی یی پر بالی باندی په حملی کی چی پکی دوه سوه دوه تنه ووژل شول هم لاس درلود. ددی تر څنگ جامعه اسلامیه په جاکارتا کی د تیری میاشتی د حملی مسوله ډله بلل شوی چی پدی حمله کی چی د استرالیا د سفارت مخی ته د بم په چولو وشوه نهه تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG