د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمنی ، فرانسی او د ترکیی مشرانو د سه شنبې په ورځ په برلین کی يوه غونډه وکړه - 2004-10-26


د جرمنی ، فرانسی او ترکیی مشرانو د سه شنبې په ورځ په برلین کی غونډه وکړه په دى غونډه کى په اروپایی اتحاد کی د ترکیی په شاملولو باندی خبری وشوی.

مخکی لدی چی د ترکیی صدراعظم سید طیب اردوان غونډی ته راشی د جرمنی صدراعظم گیرهارد شرویدر د فرانسی جمهور ریس ژک شیرک سره وکتل.

د اروپایی اتحاد مشران به د دسمبر په میاشت کی سره راټول شی تر څو پدی پریکړه وکی چی په اروپایی اتحاد کی چی پنځه ایشت هیوادونه پکی غړیتوب لری د ترکیی پرشاملیدلو بحث وکی.

ددی میاشتی په سر کی اروپایی کمیسیون هغه لومړنی منظوری ورکړه چی په اروپایی اتحاد کی د ترکیی د شاملولو په باب خبری تر سره شی. خو دا خبر داری یی هم ورکړ چی که ترکیه په خپل هیواد کی بشری او سیاسی بین المللی قوانین تر پښو لاندی کی نو دغی شوی فیصلی ته دی زړه نه ښه کوی ځکه چی د خلاف رفتاری په صؤرت کی به دا ژمنه تر سره نشی .

ښاغلی اردوان او نورو ترکی مامورینو ویلی چی ددوی هیواد به په اروپایی اتحاد کی د گډون بشپړ پیشنهاد ومنی.

XS
SM
MD
LG