د لاس رسي وړ اتصالات

افغاني مقاماتو هغه برتانوئ ژورنالیست آزادکړئ چی د ملگرو ملتو ددروکارکونکو د تښتولو په ارتباط یې پوښتني او سوالونه ترینه کړي دي  - 2004-11-26


افغاني مقاماتو هغه برتانوئ ژورنالیست آزادکړئ چی د ملگرو ملتو ددروکارکونکو د تښتولو په ارتباط یې پوښتني او سوالونه ترینه کړي دي . دغه ژورنالیست چی پیټرژووینال نومیږی افغان مامورینو ته ویلی دي چی ده د هغي مبارزي ډلي د مشر چی د پخوانیو طالبانو سره یې ارتباط درلود او د کاسوو د سوداگر سره چی ددغو یرغملو د خلاصیدو غوښتني یې کولې ، دواړو سره خبری کړی وې . هغه وایی افغاني مقاماتو دده نه وغوښتل چی یو سند لاسلیک کړی چی په هغه کی د سړو تښتونکو د ډلي سره دده د خبرو په باب خپله دده له خوا اقرار شوی وی .، مگر ده دا کار ونه کړ . هغه ددغو درو تنو په برمته کیدو کی هر راز لاس درلودل او مداخله رد کړې ده . په دې باب ضدو نقیض رپوټونه ورکړه شوی دي چی وایی د هغوی په خلاصیدو کی پیسې ورکړه شوي او یا کومه بله معامله شوې ده . د افغانستان حکومت وایی دا یقین لری چی سړي تښتونکي غله او داړه ماران وو او هیڅ ډول معامله نه ده ورسره شوې . د فیلیپین یو دیپلومات چی تقریبا یوه میاشت په افغانستان کی یرغمل نیول شوی و وایی دده او د ملگرو سره یې د اسارت په وخت کی ښه سلوک شوی دی . انجلیتو ناین د پنجشنبې د ورځي په ماښام خپل کور مانیلا ته ورسید ده مطبوعاتو ته هغه بیا نیه ولوستله چی په کی ویل شوی وو چی دوی تاوده ساتل شوي وو ، ښه ډوډۍ ورکول کیده او حتی دوی ته ددې اجازه هم وه چی په رادیو کی د پاپ موسیقی واوری .

XS
SM
MD
LG