د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د بورېو د تولید فابريکه بیا شروع کيږي  - 2004-12-18


د ملگرو ملتو د خوراکي موادو او کرني مؤسسه وایی د جرمني په هغه پروژه کی به برخه واخلی چی غواړی په افغانستان کی د بورې تولید بیا شروع کړی .

دغي موسسې په یوه بیانیه کی چی پرون یې خپره کړه وویل دغه پروژه به په دوو کالو کی تکمیل شی او د بغلان د بورې جوړولو فابریکه به چی په هغه ملک کی د بورې د تولید یواځنۍ فابریکه وه بیا فعاله شی .

د ملگرو ملتو دغه مؤسسه وایی چی د بورې ددغی فابریکې بیا فعا لول به ددې سره مرسته وکړی چی خلک د کوکنارو د کرلو نه لاس واخلی او پر ځای یې نور گټور شیان وکری .

په افغانستان کی د ١٩٧٠ د لسیزی تر پای پوری د بورې دغه فابریکه فعاله وه او کروند گرو به چغندر ور باندی خرڅول . مگر دغه فابریکه په ١٩٧٩ کی کله چی افغانستان د شوروی قواو اشغال کړ بنده شوه .

XS
SM
MD
LG