د لاس رسي وړ اتصالات

په هندی کشمیر کی په یوه مارکیت کی تندروه مشکوک سړی یو لاسی بم گوزار کړی چی له کبله یی یو تن مړ او لږ تر لږه اته تنه  نور زخمی شوی دی. - 2004-12-24


پولیس په هندی کشمیر کی وایی په یوه مارکیت کی تندروه مشکوک سړی یو لاسی بم گوزار کړی چی له کبله یی یو تن مړ او لږ تر لږه اته تنه نور زخمی شوی دی.

پولیس وایی دا پیښه نن د جمعی په ورځ د پخیر پوره په ښار کی وشوه چی د کشمیر مرکز سرینگر نه تقریباً څلویښت کیلو متره جنوب غرب پلو پروت دی. مقامات وایی ددی تندروه هدف امنیتی ځواکونه و خو بم په هدف ونه لگید او خطا شو . پدی چاودنه کی دوه تنه پولیسان هم ټپی شوی دی خو زیاتره نور قربانیان ملکی خلک و .

د نولسوه نهه اتیایم کال نه را پدی خوا کله چی په کشمیر کی د ازادی مبارزه پیل شوه تر اوسه په لسهاو زره خلک په جنگونو او نښتو کی وژل شوی دی.

پاکستان د هند دا تور ردوی چی وایی پاکستان ددی تندروانو ملاتړ کوی.

XS
SM
MD
LG