د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ډیر جنگیالي غواړې چی د سولي یوه لاره پیدا کړی او عادی ژوند ته بیرته ستانه شی  - 2005-03-05


په افغانستان کی دائتلافی قواو د قوماندان کفیل برتانوئ تورن جنرال پیټر گیل کریسټ وایی د طالبانو ډیر جنگیالي دې ته سترگي په لار دي چی د سولي یوه لاره پیدا کړی او عادی ژوند ته بیرته ستانه شی . هغه د فرانسې خبری آژانس ته په یوه مرکه کی وویل چی دئ هیله لری د افغانستان حکومت ژر په داسی اقداماتو شروع وکړی چی طالبان بیرته ټولني ته را جلب کړای شی . دغه جنرال وویل کله چی طالبان وسله پر ځمکه کښیږدی نو دا کار به په هغه کم شمیر سرسختو طالبانو کی گډ وډی را پیدا کړی چی تر اوسه لا هم بغاوت ته دوام ورکوی . د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په دې وروستیو وختو کی ویلی دي چی دئ غواړی ټولو طالبانو ته پیشنهاد وکړی چی که وسلې پر ځمکه کښیږدی نو عفوه به شی ، مگر په هغوی کی به د جگړې جنایتکاران او هغوی چی د القاعده سره اړیکي لری شامل نه وی .

XS
SM
MD
LG