د لاس رسي وړ اتصالات

افغانی مامورین وایی حکومت په ملک کی د کوکنارو د فصلونو د تباه کولو عملیات موقتا وځنډول - 2005-04-13


افغانی مامورین وایی حکومت وروسته له هغه په ملک کی د کوکنارو د فصلونو د تباه کولو عملیات موقتا وځنډول چی د کروندگرو او د مخدره موادو ضد قواو تر منځ خونړۍ پېښه وشوه او په کی یو نفر ووژل شو . جگړه هغه وخت پېښه شوه چی د کندهار په ولایت کی هغو کروندگرو چی کوکنار یې کرلي وو په هغو کوماندو گانو باندی چی امریکا روزلي دي او د کوکنارو د فصلونو په له منځه وړلو اخته وو حمله وکړه . مامورین وایی دا عملیات په داسی حال کی بند شوي دي چی مقامات د سیمی د مشرانو سره په خبرو اخته دي . مگر مامورین وایی دوی توقع لری چی دا عملیات به سبا بیرته شروع شی . د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ویلی دي چی دئ به په افغانستان کی د کوکنارو کرکیله ختمه کړی . افغانستان د هیروئینو په تولید کی په نړۍ کی تر ټولو غټ ملک دی .

XS
SM
MD
LG