د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوې ده چه د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی اروپا ته د خپل سفر نه وروسته متحده ایالاتو ته سفر وکړی. - 2005-05-13


ټاکل شوې ده چه د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی اروپا ته د خپل سفر نه وروسته متحده ایالاتو ته سفر وکړی. سپینه ماڼی وایی چه جمهور رئیس جورج بوش به ښاغلی کرزی ته د مې د میاشتی په درویشتمه په سپینه ماڼی کی هرکلی ووایی. ښاغلی کرزی او ښاغلی بوش د تیر کال د سپتمبر په میاشت کی په نیویارک کی د ملگرو ملتونو د عمومی ټولنی د غونډی په وخت کی سره وکتل. دواړه جمهور رئیسان به د تروریزم خلاف نړیوال جنگ کی د پرمختگ، د دیموکراسی پ راوستو کی د افغانستان د خلکو د کارنامو او یو شمیر دوه اړخیزو او بین المللی موضوعاتو په باره کی خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG