د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورین وایی چی تښتول شوې ایټالوۍ روغه جوړه ده - 2005-05-18


افغان مامورین وایی چی د مرستو رسولو د چارو ایټالوۍ کارکونکې چی سړو تښتونکو یرغمل نیولې روغه جوړه ده او سړو تښتونکو د مقاماتو سره په خبرو شروع کړې ده . مقامات وایی دوی د International CARE د کارکونکي کلیمینتینا کانتونی سره چی ددوشنبې په ورځ څلورو وسله والو کسانو په کابل کی د خپل موټر نه را ښکته کړه او ورسره بو یې تله خبري کړی دي . په کابل کی د ایټالیې د سفارت مامورینو دا تایید کړې چی د سړو تښتونکو سره تماس نیول شوی دی مگر نور تفصیلات یې ورنه کړل . دمخه افغاني پولیسو ویلی وو چی یوې جنایتکاري ډلي دا ښځه نیولې او غواړی هغه د خپل یوه بندی مشر او څو نورو ملگرو د خلاصیدو په بدل کی آزاده کړی پرون تقریبا دوو سوو کونډو میرمنو چی دغي ښځي مرستي ورسره کړي وې په کابل کی د خواشینۍ مظاهره وکړه او د هغې د سمدستی خلاصیدو غوښتني یې کولې .

XS
SM
MD
LG