د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مقامات وائې، دخیریه مؤسسی ایټالوی کارکوونکی تراوسه ژوندی ده - 2005-05-23


افغان مقامات وائې، دخیریه مؤسسی ایټالوی کارکوونکی تراوسه ژوندی ده او صحی حالت ئې ښه دی . دوی وائې، حکومت ددغې کارکوونکی دبرمته کوونکو سره په تماس کې دی چې خوشی ئې کړی . دحکومت نطاق لطف اله مشعل پدی باره کې تفصیل ورنکړچې څنگه دی خبرشو چې کلیمنیتینا کانتونی تراوسه ژوندی ده. هغه دبرمته کوونکو دهویت په باره هم معلومات ورنکړل . دوه ورځی پخوا نشراتی ذریعو دیوه تښتوونکی له قوله ویلی ؤ ځکه میرمن کانتونی ئې ووژله چې حکومت دهغه غوښتنی ونه منلی . ښاغلې لطف اله ددغه خبرنه دوه ورځی دیکشنبی په ورځ دا تبصره وکړه . برمته کوونکی وروسته بیا خپله خبره بدله کړه او وی ویل چې میرمن کانتونی لاتراوسه ژوندې ده . افغان مامورین وائې، دوی پدی عقیده دی چې یوې جنایت کاری ډلی ددوشنبی په ورځ په کابل کې دکیر اینټرنیشنل کارکوونکی و تښتوله.

XS
SM
MD
LG