د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو دوه عسکر زخمی شوی دي  - 2005-05-26


افغاني مامورین وایی چی د ملک په شمال کی د بم په چاودنه کی نن د ناتو دوه عسکر زخمی شوی دي . بم د بغلان په ولایت کی چی د کابل نه ١٦٠ کیلو متره لیری دی د ناتو قواو د موټرو یوه قطارته د سړک په غاړه ایښودل شوی و . محلی مامورین وایی چی زخمي شوي عسکر هالینډیان دي . د طالبانو جنگیالي د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د امریکایی او افغان عسکرو سره په جگړو اخته دي . مامورین وایی چی په شمال کی هم د حکومت ضد ملیشې فعالي دي مگر زیاتي حملې نه کوی .

XS
SM
MD
LG