د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په جومات کی د بم په چاودنه کی لږتر لږه شل کسه وژل شوی دي  - 2005-06-01


افغان چارواکي وایی د کندهار په ښارکی په یوه مسجد کی نن یوه سرتیري د بم چاودنه کړې لږ تر لږه شل کسه یې وژلي اوڅه د پاسه دیرش تنه یې زخمی کړی دي . په مړو کی د کابل د پولیسو قوماندان هم شامل و .

مامورین وایی هغه اسناد چی د بم چونکي د مړي سره پیدا شوي ښئی چی هغه عرب و او د القاعده تروریستی شبکې سره یې ارتباط درلود .

په مسجد کی د یوه مشهور ملا عبدالفیاض چی د حکومت طرفدارو او د یکشنبې په ورځ د طالبانو د مشکوکو مبارزینو له خوا ووژل شو ، فاتحه اخیستل کیده . عینی شاهدان وایی چی مسجد ټول په وینو ډک و او د مړو لاس پښې او د غوښو ټوټې په ټول مسجد کی خورې ورې پرتې وې .

په افغانستان کی د امریکا په مشري د ائتلافی قواو یوه نطاق وویل داسی غمجني پېښی یواځی دتروریزم د ریښو د غوڅولو په باب عزم او اراده نوره هم پسی محکمه او قوی کوی ځکه چی د افغانستان آینده په هغې پوری تړلې ده .

XS
SM
MD
LG