د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې یو قوماندان په کندهار کې نیول شوی


د کندهار امنیتي مقامات وايې، د داعش ډلي یو مهم غړی يې نیولی چې غوښتل يې په کندهار کې د اسلامي دولت د ډلې فعالیت ته زمینه برابره کړي.

د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د عبدالسلام په نوم د داعش ډلي نیول شوي قوماندان د کونړ په ولایت کې د شاوخوا ١٠٠ تنو داعش جنګیاليو مشري کوله او تازه يې غوښتل چې په کندهار کې د داعش د فعالیتونو لپاره جلب و جذب وکړي.

د کندهار والي حیات الله حیات د ملي امنیت د ادارې له لوري د داعش ډلي ددغه قوماندان نیول تائید کړي دي.

د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال برکت الله څمکنی وايې د داعش ددغه قوماندان د نیولو ترڅنگ دغې ادارې په لسګونه هغه وسله وال نیولي چې په کندهار ښار کې د هدفي وژنو په گډون په امنیتي پیښو کې یې لاس درلود.

د ملي امنیت ادارې نن د شنبې په ورځ په کندهار کې نیول شوي وسله والو رسنیو ته وښودل او د رسنیو سره یې د پلټنو پر مهال د هغوی ثبت شوي ویډيو کليپونه شریک کړل چې دغو وسله والو په کې په کړنو اعترافونه کړي دي.

له بلې خوا د کندهار ښار په ګاونډ کې د ارغنداب ولسوالۍ پر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه او د کندهار – خاکریز ولسوالۍ د لاري تړل کیده هغه پېښي دي چې د کندهار اوسیدونکي یې اندیښمن کړي او له حکومت غواړي چې د امنیت ټينګولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG