زلزلهپوه ،یولین چن، چې په خټه د چین دی خو امریکایي تابعیت هم لري او د شمالي کوریا د اټومي ازموینو د کشف په اړه یې د امریکا په مالي ملاتړ څېړنې خپرې کړې دي، نږدې دوه کاله کېږي چې په چین کې بندي دی او د جاسوسۍ له تورونو سره مخ دی.
د چن مېرمن، د امریکا د کانګرس یو شمیر غړیو او د یرغمل شویو کسانو د ملاتړ دوو ډلو ته ویلي چې د هغه دوسیه د امریکا او چین ترمنځ په اړیکو کې یوه نوې حساسه موضوع ګرځېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال د مارچ په ۱۹مه چن "په ناحقه توقیف شوی" وباله او د هغه خوشې کول یې د امریکا له مهمو لومړیتوبونو څخه اعلان کړل.
د چن مېرمن یوفانګ رونګ ویلي چې د ټرمپ ادارې تر اوسه د هغه د قضیې په اړه اعلان نه دی کړی، څو د لوړې کچې ډیپلوماټیکو هڅو ته فرصت ورکړل شي او د هغه د خوشې کېدو لپاره زمینه برابره شي.
یوې امریکایۍ سرچینې، د نوم ښودلو په شرط ، ویلي چې د ټرمپ اداره "د هغه له غیر عادلانه توقیف څخه د خوشې کولو" لپاره هڅې کوي.
یولین چن، چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی او د ماساچوسټس ایالت په بوسټن ښار کې ژوند کوي، اوس مهال یوازینی امریکایي تبعه دی چې په چین کې بندي دی او واشنګټن یې "په ناحقه توقیف شوی" بولي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ د امریکا دغه ادعاوې رد کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل: "چین یو د قانون حاکم هېواد دی او قضایي ادارې یې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړي. هغه زیاته کړه د 'ناحقه توقیف' په نوم هېڅ شی وجود نه لري."
فورم \ دبحث خونه