د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون کې د حکومتي کړۍ د لاس وهنې ادعا


دا لومړی خل دی، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نوو کمشنرانو د ټاکل کیدو وروسته یو کمشنر پر حکومت د لاس وهنې تور لګوي.
دا لومړی خل دی، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نوو کمشنرانو د ټاکل کیدو وروسته یو کمشنر پر حکومت د لاس وهنې تور لګوي.

د افغانستان دټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر مولانا عبدالله د افغانستان په جمهوري ریاست باندې د دغه کمیسیون په چارو کې د لاس وهنې تور لګولی دی.

ښاغلي عبدالله نن د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۳۰ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د جمهور رئیس شاوخوا ته ځینې کړۍ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په ګمارنه کې لاس وهنه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل " د ارګ هدف په اړه په بشپړ ډول څه نشم ویلی، چې ایا جمهور رئیس ،د جمهور رئیس د دفتر رئیس یا هم د ادار ي چارو ر یاست لاس وهنه کوي، خو داسې کسان شته، چې زمونږ ځینې قانوني اسناد یې د مامورینو د ټاکلو لپاره معطل کړي دي، ځینې داسې اسناد، چې قانوني توجیه نلري ، په ډیره چټکیتا سره یې د اداري پړاونه بشپړ کړل".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه کمیشنر وویل، چې په دې هکله اسناد هم لري، خو زیاته یې کړه، چې په اړه به یې نور معلومات خلکو سره وروسته شریک کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه کمیشنر، د کمیسیون په دارالانشا کې د یو شمیر هغو کارکوونکو ګمارل هم تر پوښتنې راوستل، چې د ده د داعا له مخې د پوستونو لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې ناکام شوي وو.

ښاغلي عبدالله وویل" یو شمیر کسان پرته له هيڅ ډول قانوني توجیه او پرته له رقابت څخه غوره شوو کسانو په توګه، چې څوک یې وپیژني، حتی کله په ډیر محرم ډول جمهوري ریاست ته د هغوی د مقررۍ وړاندیزونه استول کیږي او په دوه دریو ورځو کې يې د مقررۍ حکم راځي".

هغه وویل، چې د ټاکنو په کمیسیون کې هر ډول لاس وهنه به د ټاکنو په بهیر ناسمه اغیزه ولري.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر او په ځانګړي ډول د کارکوونکو په ګمارنه کې د ارګ لاس وهنه په کلکه رد کړې ده.

د جمهوري ریاست د ویاندوی دفتر وویل، چې د کارکوونکو ګمارنې د هغو کړنلارو له مخې کیږي، چې د ټاکنو د قانون، د ټاکنیزو کمیسیونونو او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون له خوا تصویب شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي عبدالله ادعاوې ردې کړې او وویل، چې په دغه کمیسیون کې ټولې ټاکنې د کمیسیون د شوو کړنلارو له مخې ترسره کیږي.

دا لومړی ځل دی، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نوو غړو د کار پیل وروسته یو کمشنر ارګ په خپلو چارو کې په لاس وهنه توروي.

د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو ته د تلې شپږمه ورځ په پام کې نیول شوې ده.

په دغو ټاکنو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله په ګډون اتلس نوماندان ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG