د کاناډا د برېټش کولمبیا په ایالت کې په چټکۍ سره خپرېدونکي ځنګلي اور لږ تر لږه یو کس وژلی، کورونه یې ویجاړ کړي او له شلو زرو څخه زیات خلک یې اړ کړي چې خوندي سیمو ته کډه شي.
د ژغورنې د عملیاتو پر مهال لسګونه کسان د الوتکو له لارې هم خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د تودې او وچې هوا له امله اور په چټکۍ خپریږي او له همدې امله اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
شاوخوا یو زرو پنځه سوه اور وژونکي د فعالو ځنګلي اورونو د مهارولو لپاره هڅې کوي چې د چارواکو په وینا یې شمیر له سلو هم اوښتی دی.
چارواکو تر اوسه د ۴۰ سیمو د تخلیې امرونه او د ۴۹ نورو سیمو لپاره د تخلیې خبرداري هم خپاره کړي دي.
د برېټش کولمبیا اعلی وزیر، ډیویډ ایبي، د شنبې په ورځ پدې سیمه کې د بېړني حالت اعلان وکړ. پدې ټول ولایت کې له ۱۰۰ څخه زیات ځنګلي اورونه بل شوي، چې نږدې نیمايي یې د تودې، هوا او اوږدې وچکالۍ له امله لا هم له کنټروله وتلي دي.
د سمرلنډ ښار ته چې شاوخوا دولس زره نفوس لري، د شپې له خوا د تخلیې امر وشو. له دې سره نږدې د پيچلنډ په سیمه کې هم شاوخوا ۸،۰۰۰ کسانو ته د سیمې د پرېښودو لارښوونه وشوه.
د اعلی وزیر دفتر تایید کړې چې په سیمه کې ودانیو ته د پام وړ زیان اوښتې، خو ویلي یې دي چې چارواکي لا تر اوسه د زیانونو کره ارزونه نه شي کولای، ځکه سیمه لا هم د فعالو اورونو له خطر سره مخ ده.
د کاناډا د ځنګلي اورونو د مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه په کاناډا کې ځنګلي اورونو شاوخوا ۴ میلیونه هکټاره ځمکه سوځولې ده.
فورم \ دبحث خونه