د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هرات د وروستیو اعتراضونو پر ضد د طالبانو د چلند په غبرګون کې ویلي چې د معترضینو د نیولو او تاوتریخوالي راپورونه په کلکه غندي.
د یاد وزارت یو ویاند د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي د افغانستان خلک باید په خپل هیواد د با وقار ژوند شرایط ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند: “موږ د طالبانو له لوري د نیونو او تاوتریخوالي راپورونه په کلکه غندو. دغه وحشیانه اقدامات د افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو پر وړاندې د طالبانو ښکاره بې پروایي څرګندوي. طالبان د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو لپاره د تر ټولو ځپونکو شرایطو مسؤل دي.”
نن یوناما ددې پیښې په هکله په یوه اعلامیه کې اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د بیان ازادۍ او سولهییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي. یوناما ټینګار کوي چې د قانون د پلي کولو ټول اقدامات باید له نړیوالو حقوقي معیارونو سره سم وي، او د زور کارول باید د اصولو پر بنسټ ترسره شي. دې ادارې ټینګار کړی چې هر وګړی حق لري خپل مخالفت او نظرونه په سولهییز ډول او له تاوتریخوالي، ګواښونو او غچ اخیستنې له وېرې پرته څرګند کړي.
د هرات ولایت دې پیښې په هکله د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، د هرات په سړکونو کې د زور کارولو راپورونو په ژوره توګه اندېښمن کړی دی. نوموړي د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د بیان ازادۍ ته باید درناوی وشي. هغه همداراز ویلي چې د هر ډول غیرقانوني زیان او تاوتریخوالي عاملین باید حساب ورکړي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغان ښځو د افغانستان د خلکو او ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړی. په پاکستان کې یو شمیر میرمنو چې ځان ته "په تبعید کې آزادګان" وایي او په پاکستان کې مېشتې دي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هرات ولایت له ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړی دی. دوی د هرات د ښځو غږ د ټولو افغان ښځو غږ بللی چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي.
دښځو یوې بلې ډلې په تهران کې د طالبانو د سفارت مخې ته اعتراض کړی او د هرات له معترضو ښځو سره یې خپل پیوستون څرګند کړی دی. معترضینو د طالبانو د سیاستونو پر ضد شعارونه ورکړي او د افغان ښځو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
یونما په خپل بیان کې د ۳۰ تنو د نیولو خبر ورکړی، رویټرز خبري اژانس د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی . ځایي خلکو بیا د دوه تنو د وژل کیدو خبر ورکړی.
د رویترز او یونما د معلوماتو له مخې پدې پښه کې څو تنه زخمیان شوي هم دي، خو کړه شمیرې ندي معلومې.داسې راپورونه هم شته چې د نجونو او میرمنو په ګډون لسګونه تنه نیول شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې دا مرګ ژوبله یا نیونې نه دي تایید کړې. د هرات د پولیسو ویاند سعید مسعود حسینی له فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې د هر ډول وسلو کارول رد کړي او لاریون کوونکي یې تورن کړي چې غوښتل یې "عامه نظم ګډوډ کړي. خو تازه ویديو ګانې ښې چي د کمرې مخکې یوه میرمنه د یو طالب جنګلیالي لخوا د ټوپک په په ډزو ویشتل کیږي دا ویدیو په خواله رسنیو کې د طالبانو د بشري جنایت ښکاره بیلګه یاد شوی، خو امریکا غږ ددې ویدیو کره والی نه تاییدوي.
شنونکي وایي د هرات وروستي اعتراضونه یوازې د حجاب د موضوع له امله نه ، بلکې د ښځو پر زده کړو، کار، تګ راتګ او نورو ټولنیزو آزادیو د کلونو محدودیتونو پر وړاندې د خلکو د زیاتېدونکې نارضایتۍ څرګندونه کوي. په ځانګړي ډول د نارینه وو او ښځو ګډ ګډون په دغو اعتراضونو کې دا ښيي چې د طالبانو د سختو تګلارو پر وړاندې د ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې اندېښنې مخ په پراخېدو دي.
فورم \ دبحث خونه