د لاس رسي وړ اتصالات

مزار کې د کانکور کارت اخیستلو ټیل ماټیل کې یوه انجلۍ وژل شوې


د بلخ د ولایت د فاطمې بلخي په ښوونځي کې د کانکور ازموینې د کارت د ترلاسه کولو پر مهال په سلګونو زده کوونکي حاضر وو.
د بلخ د ولایت د فاطمې بلخي په ښوونځي کې د کانکور ازموینې د کارت د ترلاسه کولو پر مهال په سلګونو زده کوونکي حاضر وو.

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، نن د یکشنبې په ورځ ( غبرګولی دولسمه) د روان کال د کانکور د ازموینی د ګډون د کارت ترلاسه کولو پر مهال د دغه ولایت د مرکز د فاطمه بلخي د انجونو په ښوونځي کې د کانکور د کارت ترلاسه کوونکو انجونو ترمنځ په ټیل ماټیل کې یوې انجلې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوویشت نورې ژوبل شوي دي.

د بلخ د ابوعلي سینا بلخي د روغتون سرطبیب ډاکټر خواجه نورمحمد فیض امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، په دغه ښوونځي کې د ټیل ماټیل او د یوې دروازې د نړیدو له امله د پیښې له ځایه دغه روغتون ته د يوې انجلۍ مړی او ۲۱ ژوبلې انجونې وروړل شوي دي.

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس صبغت الله مستقیم امریکا اشنا راډیو ته د دې پیښې په اړه وویل، چې د پیښې پر مهال شاوخوا څوارلس زره د دولسم ټولګي فارغانې او فارغان د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره د کارت ترلاسه کولو لپاره په یو ښوونځي کې راټول شوي وو.

ښاغلي مستقیم وویل " څوارلس زره ګډون کوونکو ته د کانکور د ازموینې د کارت د ویشلو لپاره مو درې ورځې په پام کې نیولې وې، خو د کانکور د ازموینې د پلاوي په غوښتنه دا بهیر په یو ښوونځي کې پیل شو".

د پوهنې د ریاست د چارواکو د وینا له مخې د دغسې پیښو د مخنیوي لپاره یې پریکړه کړې، چې د کارتونو د ویشلو بهیر په اتو ښوونځیو کې پرمخ بوځي.

نن د یکشنبې په ورځ د بلخ په ولایت کې د روان کال د کانکور په ازموینې کې د ګډون د کارت د ترلاسه کولو بهیر پیل شوی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې د درغلیو د پیښیدو د مخنیوي لپاره د د دولسم ټولګيو د فارغانو د پیژندلو لپاره د بیومټریک سیتسم څخه کار اخلي.

سږکال د بلخ په ولایت کې د دولسم ټولګي پنځلس زره او اوه سوه فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.

تیرکال افغان حکومت پریکړه وکړه، چې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د وري د میاشتې پر ځای د وږي په میاشت کې پیل کړي، چې ورسره د ژمي په موسم کې د کانکور د اخستیلو بهیر هم دوبي ته لیږدول شوی دی.

XS
SM
MD
LG