د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې یو بندي ۷ طالب وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي


طالبانو د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې نښته تائید کړې، خو ویلي دي، چې په دې نښته کې درې طالب وسله وال وژل شوي
طالبانو د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې نښته تائید کړې، خو ویلي دي، چې په دې نښته کې درې طالب وسله وال وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګومل په ولسوالۍ کې د اول خان په نوم یو تن چې ورور یې په دې ولایت کې د سیمه ییز پولیسو قوماندان دی، د وسله والو طالبانو سره د بند پرمهال، د فرصت څخه ګټه اخیستې، په خپلو ساتوونکو یې دزې کړي اوه تنه یې وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز امريکاغږ ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو يو مرکز ته نږدې شوې ده.

ښاغلي اياز وویل "دغه کس د سروبي ولسوالۍ رباط سيمې ته خپل کور ته روان و چې طالبانو له موټره ښکته کړی و. بيا په لار کې ده ته وسله په لاس ورغلې او پر طالبانو يې ډزې کړې دي".

نوموړي وويل چې په دې پېښه کې ۷ طالبان ځای پر ځای وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې بريد کوونکي له سيمه څخه د طالبانو د يو سپين رنګه دولتي رنجر موټر په وسيله ځان ايستلی دی.

په ورته وخت کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود امريکاغږ ته وويل، چې پر طالبانو بريد کوونکی اول خان نومېږي او په دغه ولايت کې د محلي پوليس د يوه قوماندان درياخان ورور دی.

ښاغلي مسعود وويل ”اول خان او يو بل ملګری چې محلي پوليس و، په ګومل کې طالبانو له موټرو کوز کړي وو، محلي پوليس يې ځای پرځای وژلی و او اول خان يې له ځان سره بيولی و‟.

د امنيت امر عبدالروف مسعود وويل، پرون مازديګر چې طالبان په لمانځه ولاړ شوي، د اول خان لاسونه د مخ له لوري ولچک شوي وو، خپل لاسونه يې خلاص کړي او د طالبانو د يوې پيکا په وسيله يې پر هغوی ډزې کړې دي.

نوموړي وويل چې د اول خان ورور درياخان د پکتيکا په ګومل، سروبي او ځينو نورو ولسواليو کې د ۳۵۰ سيمه ييزو پوليسو قوماندان دی خو دريا خان او ورور يې اول خان تر اوسه په دې اړه له رسنيو سره څه خبرې نه دي کړې.

بل لور ته د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد امريکاغږ اشنا راډیو ته تاييد کړې ده چې له دوی سره يوه بندي د انتقال پرمهال د دوی پروسله والو ډزې کړې دي.

مجاهد زياته کړې ده، چې په دې بريد کې يواځې درې طالبان وژل شوي دي.

مجاهد هغه راپورونه چې په دې نښته کې ۲۵ طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، ناسم وبلل او رد يې کړل.

XS
SM
MD
LG