د لاس رسي وړ اتصالات

لایبریا کې یو ځوان ۵۰ زره موندل شوي ډالر د پیسو مالک ته وسپارل 


د لایبریا ولسمشر ایمانویل وربللی دی
د لایبریا ولسمشر ایمانویل وربللی دی

په لایبریا کې یو ۱۸ کلن ځوان ایمانویل تولیو له هغه ورسته د یو مل اتل په څېر وپېژندل شو چې ۵۰زره موندل شوي ډالر یې بېرته خپل اصلي مالک ته وسپارل.

ایمانویل تولیو په خپل ورځني کار کې بوخت و چې په لاره کې یې یوه پلاستیکي کڅوړه وموندله، کڅوړه یې چې خلاصه کړه ویې لیدل چې ۵۰زره ډالر په کې دي.

هغه د ډالرو دا کڅوړه خپلې ترور ته ورکړه چې اصلي خاوند یې پیدا او ور وې سپاري.

په همدې ورځ د ورکو شویو ډالرو اصلي مالک موسو یانسي په یوې سیمه اییزې راډیو کې ژړا او واویلا کوله او عذر یې کاوه که چا د هغه پېسې موندلې وي، بېرته دې وروسپاري.

تولیو له دغه اعلان وروسته د ډالرو له اصلي مالک یانسي سره ولیدل او شتمني یې بېرته وروسپارله.

د لایبریا د فساد ضد ادارې د تولیو دا کار ستایلی دی. خو د هغه ځینو ملګرو په هغه انتقاد کړی دی چې یو غیر معمول کار یې کړی دی. لایبریا یو بې وزلې هېواد دی او په تدریج سره له کورنۍ جګړې څخه په وتلو ده.

د پېسو مالک تولیو ته ۱۵۰۰ ډالر او د خوب یو بستر ورکړل. هغه وویل چې بستر به خپلې انا ته ډالۍ کوي چې ارامه ویده شي.

د لایبریا ولسمشر جورج واه هغه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وربللی دی. ایمانویل تولی اسوشیتډپرس ته وویل چې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ به د خپل هېواد له ولسمشر سره ګوري.

هغه وویل: «زه به له ولسمشر سره ملاقات کوم. له هغه سره به د خپلو زده کړو په اړه خبرې وکړم. هغه ته به ووایم چې غواړم ښوونځي ته ولاړ شم.»

تولیو تر اووم ټولګي پورې ښوونځی لوستی او وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله زده کړې ترې پاتې شوې. هغه د موټر سایکل په واسطه ټکسي واني کوي.

XS
SM
MD
LG