د لاس رسي وړ اتصالات

د پیشوګانو د روغتیا د معلومولو اپلیکیشن


ادعاکیږي چې د مصنوعي ذکاوت په مټ یو اپلیکیشن د پیشو ګانو د مخ د نامحسوسو نښو د رمز په کشفولو سره کیدای شي د هغوی د صحي وضعیت چټکه ارزونه وشي.

که چېرې ستاسو پیشو غصه معلومیږي، نو سخته ده چې پوه شو څه ورته پېښ شوي دي، ځکه پیشوګانې د خپل حال په اظهارولو کې ښه وړتیا نه لري.

خو اوس ادعا کیږي چې د مصنوعي ذکاوت په مټ جوړ شوی یو اپلیکیشن د هغوی د مخ د نښو د رمز په کشفولو سره د هغوی د صحت چټکه ارزونه کوي.

د سلویستر اې آی د شرکت مشره میش پریست وایي: « دغه اپلیکیشن د پیشوګانو له خاوندانو سره مرسته کوي چې پوه شي د دوی پیشو درد لري که نه. دغه اپلیکیشن د څېرې د پېژندنې له تکنالوژۍ کار اخلي. تاسو یواځې د خپل تیلیفون په کمرې یو عکس اخلی او نتیجه یې در ته معلومیږي.»

دغه اپلیکیشن چې تبلي نومیږي د پیشو د مخ له علاماتو د درد د سنجولو له طریقې یا «اف جي اس» څخه په کار اخیستو د غوږ د وضعیت، د سترګو د باریکۍ، د پوزې او خولې د حالت، په بریتونو کې د تغییراتو او د سر د وضعیت په څرنګوالي باندې په اتکا سره د پیشو د درد ارزونه کوي.

آغلې پریست وایي: «د پیشو د مخ له علاماتو، د درد د سنجولو طریقه، یوه تائید شوې طریقه ده، ډیرې څېړنې ورباندې شويدي او داسې یوه طریقه ده چې د حیواناتو ډاکټران ورباندې د مخ د خصوصیاتو په څرنګوالي سره د پیشو د درد اندازه معلومولی شي او مونږ وکولی شول چې د ماشین له زده کړې او یو شمیر تصویرونو له کارونې څخه په کار اخیستو یو ماشین ته د دې روزنه ورکړو چې دغه تشخیص وکولی شي. په دې توګه که تاسو کومه پیشو لرۍ د دغه اپلیکیشن په کارولو سره یې صحي وضعیت معلومولی شی.»

د کاناډا د کلګاري ښار د وایلد روز کټ د حیواناتو په کلینیک کې د دغه اپلیکیشن الګاریتم روزل شوی دی.

ډاکټره لز رویل وايي، هیله منده ده چې دغه اپلیکیشن به د پیشوکانو نویو ساتونکو او تازه فارغ شویو حیواني ډاکټرانو ته ګټور ثابت شي.

هغه وایي: د پیشوګانو د « بدن د حرکاتو په پوهېدلو کې ماهره یمه، خو د نورو خلکو او تازه فارغ شویو وترنرانو لپاره چې دومره تجربه نه لري، ډیره سخته ده چې د ناروغ حیوان په درد باندې پوه شي او دا چې لازمه درملنه یې کوي او که نه.»

خو د دغه اپلیکیشن یو شمیر لومړني کارونکي وايي چې ډیر موثر نه دی.

د ټکنالوژۍ د چارو خبریال ستیفن بایوسونلت وايي دغه اپلیکیشن یې کارولی او یو شمیر ستونزې لري: «ما ورڅخه هغه وخت ګټه واخیسته چې درې پیشوګانې مې درلودې. یوه پیشو توره وه، په دې توګه ماشین، اپلیکیشن د پیشو د مخ د نښو په تفسیرولو کې له مشکل سره مخامخ شو ځکه تورې پیشوګانې ډیر تورمخونه لري او د بشپړ تصویر لپاره لږه رڼا لري. خو د ماشین د زدکړې په طریقې متکي ده او د ډیرو خلکو له خوا له کارول کېدو وروسته به نوره زده کړه هم وکړي، په دې اپلیکیشن کې د مصنوعي ذکاوت د ماشین د زده کړې ټول هدف همدغه دی.»

XS
SM
MD
LG