د لاس رسي وړ اتصالات

۱۳ ایفون نندارې ته وړاندې شو 


اپل شرکت په خپله ستره کلنۍ غونډه کې، د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) خپل نوي محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

د اسوشیټډ پرس د راپور په حواله، په دې له مخې ثبت شوي انلاین پروګرام کې ، د اپل شرکت عامل مدیر په رسمي ډول نوی آیپډ، اپل ساعت او ایفون نندارې ته وړاندې کړل او ددې شرکت د ټولو پروګرامونو او نورو خدماتي مسایلو په اړه یې جزیات ورکړل.

د اپل نوی ټلفون یا ایفون ۱۳ د پخواني ماډل سره د پام وړ تغیر نلري خو د ډیرې زیرمه کیدو امکانات لري.

دا ټلفونونه چې فایف جي یا د پنځم نسل شبکې سره وصل دي، په خپله کمره کې ځانګړې وړتیاوي‌ لري‌ چې د عکاسي او تصویر اخیسلتو کیفیت یې د پام وړ لوړ شوی.

۱۳ ایفون به هم په څلورو ماډلونو عادي ، میني پرو او پرومکس کې وړاندې شي او بیه یې له ۷۰۰ تر ۱۱۰۰ امریکایي ډالرو ده.

د اوسني پروګرام له مخې، ۱۳ ایفون به د سپټمبر له ۲۴ نیټې څخه د یاد شرکت په څانګو او نورو پلورنځیو کې وپلورل شي.

د ۱۳ ایفون یوه مهمه ځانګړنه، تر زر ګیګابایټو پورې د موادو د ساتلو امکانات دي چې د تیر په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده او کولی شي ۲۵۰ زره عکسونه او ۵۰۰ ساعته په لوړ کیفیت ویډیو ذخیره کړي.

ښاغلي کوک د اپل په کلنیو مراسمو کې وویل، ۱۳ ایفون قوي او‌ پراخ لنز لري او په شپه کې د ډیرې فلمبردارۍ وړتیا لري. دا کمره همدارنګه په سینمایي کیفیت د فلم اخیستلو نوې اپشن لري چې کیدای شي د فلمونو او سریالونو په تولید کې وکارول شي.

د ۱۲ ایفون په پرتله ددې نوې ټلفون بله ځانګړنه داده چې ډیر عمر لري او ژر چارچ کیږي.

خو له دې ټولو سره سره د اپل د نوي محصول د معرفي کیدو په مراسمو کې تر ډیره د ټکنالوژۍ د نورو شرکتونو په شان د محصول د ګزینو په معرفي کیدو تمرکز وشو او په یو ډول په ځیرکو ټلفونونو کې د اساسي نوښتونو سرعت کم شوی دی.

دا یو له هغو دلایلو دی چې خلک غوره ګڼي له خپلو زړو ټلفونونو څخه د ډیر وخت لپاره کار واخلي او په وروستیو کلونو کې د یاد محصول خرڅلاو کم شوی دی.

د ۱۲ ایفون خرڅلاو د کرونا د ساري ناروغۍ او نویو ټلفونونو ته د خلکو د اړتیا له امله د تیرو ټلفونونو په نسبت ۶۰ سلنه زیات وو او له امله یې د اپل شرکت ارزښت له ۲۵۰۰ میلیاردو ډالرو څخه لوړ شو.

خو د سه شنبې له مراسمو وروسته، د اپل د ونډو ارزښت راولوید. له دې ښکاره کیږي چې ایفون ۱۳ د ونډه لرونکو توقعات پوره کړي ندي او ښايي چې خرڅلاو یې د پام وړ نه وي.

XS
SM
MD
LG