د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د امام زمان پر جومات د برید پړه ومنله


افغان پولیس د امام زمان په جومات باندې د برید پر وخت د یو ماشوم د ژغورلو هڅه کوي
افغان پولیس د امام زمان په جومات باندې د برید پر وخت د یو ماشوم د ژغورلو هڅه کوي

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش څانگې د کابل د امام زمان پر جومات باندې د برید مسولیت منلی دی.

دغې ډلې په خپله اعماق نوې خبري پاڼه کې په داسې حال کې ادعا کړې وه چې دا برید لا روان و. داعش ویلي چې دا برید د دوی دوو جنگیالیو ترسره کړی دی.

د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د خیرخانې په مینه کې د امام زمان پر جومات د وسله والو ډله ایز برید له نږدې پنخه ساعتو وروسته پای ته رسیدلی دی.

د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل چې په دې برید کې دوو بریدګرو برخه لرله چې دواړه وژل شوي دي.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د دریو ښځو په ګډون ۲۸ کسه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي کاووسي پر وینا په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د جمعې په ورځ (اګست ۲۵) شاوخوا یوه نیمه بجه وسله والو د کابل د خیر خانې د قلعه نجاران په سیمه کې د امام زمان په نوم د شعیه ګانو پر یو جومات ډله ایز برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وایي دغو بریدګرو جومات ته د ننوتلو وړاندې د جومات په ساتونکو ډزې وکړې او دوه پولیس یې ووژل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تراوسه په دغه برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

په نه تائید شوو رپوټونو کې په دغه برید کې مړو او ټپیانو شمیر زیات ښودل شوی دی.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي دي چې د کابل په قلعه نجارا سیمه کې یې د امام زمان په جومات تروریستي برید ترسره کوونکو جنایت کارو ترهګرو ته به د هغوی اعمالو سزا ورکول شي.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي " تروریستي ډلې پوهېږي چې ورځ تر بلې له ماتې سره مخ دي، هڅه کوي عام وګړي، د عبادت سپیڅلي ځایونه او د لمونځ کوونکو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه او قرباني کړي چې هر ځل د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت ځواب سره مخ او نابود شوي دي".

همداشان جمهوررئیس غني ویلي چې د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د سېمې په هېوادونو کې یو بېلګه ده چې هیڅ ترګره ډله به د تروریستي بریدونو له لارې هغه ته زیان ونشي رسولی. د افغانستان حکومت د اسلامي نړۍ له علماوو غواړي چې د تروریستانو د دغه دین ضد کړنو پر ضد خپله کرکه څرګنده کړي، تر څو مسلمانان د امن په فضا کې عبادت وکړای شي.

مخکیني معلومات

د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته پیښه تائید کړې او ویلي دي چې د برید په سر کې بریدګرو ډزې هم کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند سرپرست نجیب دانش هم د خپل فیسبوک پر پاڼه دا پیښه تائید کړې ده.

ښاغلي دانش ویلي "د یوولسمې حوزې د قلعه نجارانو په سیمه کې تروریستي برید شوی، د پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي".

ښاغلي دانش ویلي چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه جومات ته ننوتي او تراوسه یې دوه بریدګر په ډزو وژلي دي.

هغه ویلي چې زیات شمیر لمونځ کوونکي د ځانګړو ځواکونو له خوا له جومات رایستل شوي او ژغورل شوي دي.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې څومره نور بریدګر لا هم جګړې ته دوام ورکوي.

په سیمه کې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې بریدګرو جومات ته د ننوتلو وړاندې د جومات پر ساتوونکو ډزې وکړې او بیا جومات ته ننوتلي دي.

څرګنده نه ده چې څومره لمونځ کوونکي لا هم په جومات کې بند پاتې دي.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG