د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د غزني د اندړو ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوزولی


په افغانستان کې د روانې ناامنۍ له امله په سلګونو ښوونځي تړل شوي او په سلګونو نور سوزول شوي او یا هم تخریب شوي دي.
په افغانستان کې د روانې ناامنۍ له امله په سلګونو ښوونځي تړل شوي او په سلګونو نور سوزول شوي او یا هم تخریب شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د انډړو ولسوالۍ کې د هلکانو یوې لیسې ته اور اچولی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا د انډرو په ولسوالۍ کې ترټولو لوی ښوونځی وو، چې تیره شپه سوزول شوی دی.

ښاغلي نوري وویل " طالبانو د سلطان شهاب الدین لیسه، چې د اندړو د ولسوالۍ تر ټولو لویه لیسه وه، سوزولې، کتابتون او نور درسي لوازم یې هم سوزولي دي".

د سلطان شهاب الدین د هلکانو په لیسه کې له دریو زرو زیاتو زده کوونکي په زده کړو بوخت وو.

د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمان انصار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په اور کې د ښوونځي زیاته برخه سوزیدلې ده.

ښاغلي انصار وویل " تراوسه لا څرګنده نه ده، چې دغه ښوونځي ته څنګه اور اچول شوی دی، خو د جګړو له امله په تیرو دوو اونیو کې یو شمیر ښوونځي په ولسوالیو کې رخصت دي".

هغه وویل، د دې ښوونځي زده کوونکي هم رخصت شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تیرو دوو اونیو جګړو له امله په دغه ولایت کې اته ښوونځي تړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د سلطان شهاب الدین د لیسې په سوزولو کې د دغې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې دا ښوونځی طالبانو نه دی سوزولی.

په تیرو کلونو کې د ناامنۍ په پراخیدو د غزني ولایت په څو ولسوالیو کې د انجونو څو ښوونځي سوزول شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکي د ښوونځیو سوزول د وسله والو طالبانو کار ګڼي، خودا ډله د ښوونځیو په سوزولو کې د خپلو وسله والو لاس لرل په کلکه ردوي.

XS
SM
MD
LG