د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ملي اردو په یوه پوسته ځانمرکی برید شوی


خوست کې د ملي اردو د ځواکونو مطبوعاتي دفتر د جمعې د ورځې د برید وروسته دغه عکس رسنیو ته استولی دی.
خوست کې د ملي اردو د ځواکونو مطبوعاتي دفتر د جمعې د ورځې د برید وروسته دغه عکس رسنیو ته استولی دی.

په خوست کې په یو ځانمرګي برید کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او لس نورټپیان شوي اوهم په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د عمیلیاتو په پایله کې اسلامي دولت یا داعش تر څلویښتو پورې وسله وال وژل شوي دي.

د خوست حکومتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ کې په شوي موټربم بريد کې د ملي یو سرتیری وژل شوی او لس نور ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا د دغه موټر بم بريد چې نن د جمعې په ورځ د سهار شاوخوا شپږ بجې شوی، وروسته په دغه پوځي مرکز يو شمېر نورو وسله والو جګړه پيله کړه، چې نيم ساعت يې دوام درلود.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمد ناصر هدايت امريکاغږ ته وويل، چې دغه بريد د يوه لارۍ موټر په وسيله د يادې ولسوالۍ د ملي اردو پر مرکزي امنيتي پوسته شوی دی.

هغه وويل، په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي، خو يوې بلې ځايي دولتي سرچينې امريکاغږ ته وويل، چې د ملي اردو ديارلس سرتيري ټپيان شوي دي.

قوماندان هدايت زياته کړه، چې د چاودنې له امله نږدې ښوونځی او کورونه هم نړيدلي دي، خو د ملکي ځاني تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري.

په عين وخت کې د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ اداري مدير ميراګل مياخېل امريکاغږ ته وويل، چې په پېښه کې شپاړلس ملکيان ټپيان شوي دي، چې ټول يې ښځې او ماشومان دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې ځای ته يو ښوونځی، يوه ديني مدرسه، څلور جوماتونه او تر څلوېښتو ډېر کورونه نړيدلي دي.

ځينو عيني شاهدانو خبريالانو ته ويلي، چې د پېښې له ځای څخه يې د يو شمېر طالبانو مړي هم ليدلي دي، چې په پيکپ موټر کې انتقالیدل.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی او ويلي دي، چې په دغه ځانمرګي برید کې یې تر شپېتو زياتو حکومتي سرتېروته مرګ ژوبلې اړولې ده.

خو د خوست ولایتي چارواکي يواځې د يوه سرتېري مړينه تاييدوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې دا برید د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ پخواني ودانۍ چې اوس د یعقوبیو ولسوالۍ مربوطسیمه ده او افغان ځواکونه په کې دیره دي، ترسره شوی دی.

طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد په دغه بیان کې ویلي چې دا ځانمرګی برید د سنګریار په نوم د خوست د ولایت د یو اوسیدونکي له خوا د چاودیدونکو توکو ډکې یوې لارې په واسطه ترسره شوی دی.

د بلې خوا په ننګرهار کې د افغان پوځ چارواکي وایي تیره شپه د ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي چې په ترڅ کې یې تر څلویښتو پورې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیراقا فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو او د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د کوټ په ولسوالۍ کې یو شمیر سیمې هم د داعش وسله والو څخه پاکې شوي دي.

ډګرمن فقیري ویلي چې په دې عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته د سر زیان نه دی رسیدلی .

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغان ځواکونو د چارواکو دغې ادعا ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG