د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی


د ناټو په چوکاټ کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، نن دوشنبه د «ډسمبر پر۲۳مه» په افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی دی.

دغه ماموریت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې یاد امریکايي عسکر د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي، چې د یاد سرتېري نوم به د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له‌مخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو په اساس د دغه امریکايي عسکر په وژل کېدو سره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي عسکرو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې روانه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي. په دغې مودې کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي ځواکونه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۲زره امریکايي عسکر مېشت دی، چې د ماموریت عمده برخه یې، افغان سرتېرو ته سلا مشورې ورکول، روزنه او تجهیزول دي.

که څه هم د قاطع ملاتړ ماموریت د دغه پېښې د ځای ځایګي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې یاد امریکايي عسکر د کندز ولایت په چهادرې ولسوالۍ کې د دوی د وسله والو لخوا په چاودنه کې وژل شوی دی.

طالبان پر داسې مهال د دغه برید مسؤلیت اخلي چې، روانه میاشت یو ځل بیا په دوحه کې امریکايي او طالب استازو د سولې په اړه خبرې پيل کړې.

XS
SM
MD
LG