د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د نیویارک په ایالت کې یو ۱۸ کلن وسله وال ۱۰ تنه وژلي


د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې چارواکي وایي یو سپین پوستي ۱۸ کلن هلک چې نظامي ډوله جامې او د مرمۍ ضد واسکټ یې پر تن و، شنبه مې ۱۴ (غوایي۲۴) په یوې مغازې کې دننه او د مغازې نه بهر په خلکو ډزې کړې، لږ تر لږه ۱۰ تنه یې وژلي دي.

پیښه پداسې یوې سیمې کې شوې چې ډیری اوسیدونکي یې تور پوستي امریکایان دي. چارواکو دا پیښه د "نژاد پر اساس افراطي تشدد" بللی. په پیښه کې ۳ تنه ټپي شوي هم دي.

په سیمه کې د پولیسو کمیشنر جوسيف ګرامګالیا په خبري کنفرانس کې وویل چې دا وسله وال د (Tops Friendly Market) مارکیټ ته په موټر کې ورغلی او د مغازې څخه د باندې او دننه یې په خلکو ډزې کړي.

د پولیسو دې مشر وویل" هغه په وسلو ښه سمبال و او تاکتیکي وسایل ورسره و. نظامي خولۍ یې هم په سر وه او پخپلې خولۍ کې یې کمره نصب کړې وه چې دا پیښه په مستقیمه توګه خپره کړي".

دې تنکي ځوان وسله وال ۴ کسان د مغازې څخه د باندې او نور یې په مغازې کې دننه ویشتلي او وژلي دي. په پیښه کې د مغازې یو محافظ هم وژل شوی چې د نیویارک ایالت د بفالو ښار د پولیسو د ریاست څخه یې تقاعد اخیستی و.

پولیس وایي په پښیه کې ۱۱ وژل شوي او ټپي شوي کسان تور پوستي او دوه یې سپین پوستي امریکایان دي خو پخپله دا مارکیټ د بفالو د مرکز څخه یو څو کیلو مټره پداسې ځای کې پروت دی چې ډیری اوسیدونکي یې تور پوستي امریکایان دي.

دا لومړی ځل ندی چې یو سپین پوستی امریکایي پداسې ځای کې په ډله ایزه توګه خلک وژني چې اکثریت یې افریقايي الاصله امریکایان دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې هم د کلوراډو ایالت د بولډر په ښار کې په یوې مغازې کې په خلکو ډزې وکړلې او ۱۰ تنه یې ووژل.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن ته د پیښې او تحقیقاتو په هکله تازه معلومات ورکړل شوي او په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

XS
SM
MD
LG