د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ملي یووالي حکومت په ځینو مهمو ژمنو کې پاتې راغلی


اجرائیه رئیس دشفافو ټاکنو د تر سره کیدو ضرورت ته اشاره وکړه
اجرائیه رئیس دشفافو ټاکنو د تر سره کیدو ضرورت ته اشاره وکړه

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل له بده مرغه دا یو واقعیت دی چې د ملي یووالي حکومت د موافقو او ژمنو ځینی موارد ندی پر ځای شوي، هغه پدې مواردو کی یو مثال انتخابات یاد کړل.

ښاغلي عبدالله وویل د انتخاباتو په گډون یو شمیر مهمې ژمنې ندي ترسره شوي. هغه زیاته کړه "... انشا الله په راتلونکي کال کې ټولټاکنې، پارلماني او د ولسوالیو ټاکنی او بل کال ته یې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شي".

هغه دا هم وویل، د حکومت ډیر وخت په امنتیتي مسایلو تیر شوی دی. هغه وایي طالبانو فکر کاوه چې په ٢٠١٥ کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وکړای چې په زور واک ته ورسیږي، خو افغان امنیتي ځواکونو قرباني ورکړه او حالات یې کنترول کړل چې د هغه په وینا "پر ځای ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د شهامت او میړانې ستاینه وشي".

ښاغلي عبدالله په هیواد کې لوی بدلون دادی چې خلک اوس د هیواد د سرنوشت د ټاکلو لپاره انتخابات اصلي لار بولي. هغه په شفافو ټاکنو باندې ټینگار وکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله دا ومنله چې په حکومت کی د مشرانو ترمنځ ځینی مخالفتونه هم موجود وو.

هغه د بلخ د والي عطامحمد نور سره د سیاسي اختلافونو په هکله وویل چې دا ډول اختلافات د یو نظام د سیاسي ډگر طبیعي برخه ده. خو زیاته یې کړه "دا چې زه به د چا ملاتړ وکړم یا به خپله ځان کاندید د وخت نه مخکې خبرې دي".

د امریکا غږ د پښتو څانگې د مشرې شایسته سعادت لامع سره د ښاغلي عبدالله بشپړه مرکه دلته اوریدای او کتلای شئ:

د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:59 0:00

XS
SM
MD
LG