د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر عبدالله ټویټر له هکرانو څخه وژغورل شو


د شنبې په ورځ د افغانستان د اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د ټویټر پر رسمي حساب هک شو، چې شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته د انټرنټي غلو له کنترول څخه وویستل شو.

اوس دغه پاڼه خپل پخواني حالت ته ګرځېدلې، د ټویټرانو نښه او تصویر پرې نه لیدل کیږي او د ډاکټر عبدالله ځیني مخکني ټویټونه په کې ښکاري.

د ښاغلي عبدالله حساب د ټویټر د شرکت له لوري رسمآ پېژندل شوی او څه باندې ۴۸زره کسان د ټویټر په اصطلاح "ورپسې" دي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته وویل چې لا هم نه پوهیږي چې دغه کار چا او ولې یې کړی دی.

ښاغلي فیصل وویل "امنیتي ادارو او د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د هکرانو موقعیت پیدا کړي." د ډاکټر عبدالله عبدالله په ټویټر کې معمولآ د هغه د ورځنیو چارو، غونډو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات، تصویرونه او ويډیوګانې خپرېدل.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي یوه ډله یې ګمارلې چې هکران پیدا کړي. د وزارت ویاند یاسین صمیم امریکا غږ اشنا ته وویل " یوه متخصص ټیم ګمارل شوی چې لومړی پر اکاونټ کنترول ترلاسه کړي، بیا د بریدګرو موقعیت پیدا کړي او بیا د هغوی هدف ولې یې د ښاغلي عبدالله اکاونټ هک کړی دی".

د ښاغلي عبدالله پر ټویټري حساب له برید وروسته، د هغه پر ټویټر د هکرانو تصویر او د روښنايي غورځنګ د ټویټر نښه -هشټک- خپور شو. خو د دغه غورځنګ غړي وايي دوی نه پوهیږي چې د ښاغلي عبدالله پر ټویټر چا برید کړی دی.

د غورځنګ یو غړي داود ناجي د امریکا غږ اشنا ته وویل " اول خو موږ ډاډه نه یو چې چا دې د عبدالله عبدالله ټویټر هک کړی وي. دویمه خبره دا ده، چې په موږ کې په تکنالوژۍ دومره پوه کسان نشته چې دا کار وکړي او درېیمه خبره دا ده که چا دا کار کړی وي، شاید هدف یې دا وي، چې د روشنايي غورځنګ او حکومت ترمنځ شته اختلافات لا ژور کړي".

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG