د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: طالبان د ایغور یاغیانو سره مرسته کوي


د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د چین په پلازمینه بیجینگ کې چینایي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې، له چین څخه غواړي، چي پاکستان د تروریزم ضد مبارزې او د طالبانو ملاتړ نه کولو ته وهڅوي.

ښاغلي عبدالله خپل چینایي سیال ته وویل چې د طالبانو پر ضد مبارزه نه یوازي افغانستان ارامه کوي، بلکه د ایغور د جنګیالیو پر ضد هم مبارزه قوي کیږي، ځکه چي ایغور مستقیماً د طالبانو لخوا حمایه کیږي.

ښاغلي عبدالله د چین له صدراعظم نه غوښته وکړه چې د افغانستان سره د هوایي ځواکونو او ځانگړو ځواکونو په غښتلي کیدو او د پولیسو د ښوونې او روزنې په برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د اجرائیه رئیس او د چین د صدراعظم ترمنځ په لیدنه کې د امو سیند، د مس عینک د پروژو په گړندي کیدو، د لوړو زده کړو په برخې کې همکارۍ، په افغانستان کې د پانگې اچونې په هڅولو کې او د وریښمو د لارې د بیا رغاونې په هکله خبرې وشوې.

د چین مرستې

د چین د ولسي جمهوریت د کمونسټ ګوند د بهرنیو اړیکو مشر سون تاو وویل هیواد یې له افغانستان سره نیکو اړیکو او د همکاریو زیاتوالي ته اساسي ارزښت ورکوي او د همدې ارزښت په نظر کي نیولو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي، اقتصادي، ټرانزیټي، سیاسي او ټولنیزو برخو کي همکاري زیاته شي.

بیجینگ له ډیره وخته د کابل له حکومت سره مالي مرستې کوي او چینایي شرکتونه د افغانستان د کانونو په پرژو کې چې هیله ده د منرالونو او پتروکیمیاوي موادو له استخراج نه افغانستان ته تخمیناً ٣ ترلیونه ډالره گټه ورسیږي، پانکونه کړې ده.

د چین د معدنونو دولتي شرکت په کال ٢٠٠٨ کې د ٣ میلیارډو ډالرو په ارزښت د افغانستان د مس عینک په پروژې کې پانکونه وکړه چې پکې د بریښنا تولید، سړک جوړونې، اورگاډي پتلۍ او د ذوب اسانتیاوې شاملې دي.

د مس عینک په سیمه کې د کارکونکو لپاره د استوگنې ځایونه هم جوړ شوي دي خو د امنیتي اندیښنو له امله کارکوونکي ووایستل شول.

داسې هیله مندي ښودل شوې ده چې چین به د افغانستان سره د زراعت، تکنالوژۍ، مخابرات، د قیمتي ډبرو په استخراج او د زراعت په میکانیزه کیدو کې تخنیکي او پرمختیایي مرسته ورکړي.

د افغانستان ژمنې

چین د دوشنبې په ورځ وویل افغانستان د چین جنوبي سمندر د اوبو په شخړې کې د بیجینگ د دریځ ملاتړ کوي. افغانستان وروستی هیواد دی چې د سیمه نه بهر د چین د دغې مسلې په سر خبرو کې د چین د دریځ پلوي کوي.

ښاغلی عبدالله به کابل ته تر بیرته ستنېدلو وړاندې د چین د سینکیانگ ایالت مرکز ارومچي ته ولاړ شي چې د مرکزي اسیا د سوداگرۍ زړه بلل کیږي او د سې شنبې په ورځ به د چین د جمهور رئیس شي جین پنګ سره هم وگوري.

XS
SM
MD
LG