د لاس رسي وړ اتصالات

سقط جنین د امریکا د منځمهاله ټاکنو مهمه موضوع ګرځېدلې


د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، که چیرې د هغه دیموکرات ګوند اکثریت خپل کړي، نو د جنین سقط کولو حق ته لاسرسی به په قانون بدل کړي.  
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، که چیرې د هغه دیموکرات ګوند اکثریت خپل کړي، نو د جنین سقط کولو حق ته لاسرسی به په قانون بدل کړي.  

په امریکا کې سقط جنین ددغه هېواد د دوو لویو ګوندونو – جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو – تر منځ په مهمې مسلې بدله شوې او د نومبر د میاشتې په اتمه د امریکا د کانګرس لپاره د منځنۍ دورې په ټاکنو کې ورباندې رایه اچونه کیږي.

د سې شنبې په ورځ ولسمشر جو بایډن وویل که چیرې د هغه دیموکرات ګوند اکثریت خپل کړي، نو د جنین سقط کولو حق ته لاسرسی به په قانون بدل کړي.

بایډن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) د راروانو ټاکنو په اړه وویل: "مونږ یوازې ۲۲ ورځې، زمونږ په تاریخ کې له تر ټولو زیات اهمیت لرونکو ټاکنو څخه لرې یو، زما په نظر لږترلږه زمونږ په نږدې تاریخ کې. له داسې ټاکنو سره مخ کېدونکي یو چې انتخاب او خطرونه په کې ډیر واضح دي، په خاصه توګه کله چې خبره د انتخابولو د حق کیږي."

په وروستیو نظر سنجیو کې معلومه شوېده چې د سقط جنین حق ته لاسرسی د هغو موضوعګانو له جملې څخه ده چې د نومبر د میاشتې په لومړیو کې د کانګرس د دواړو خونو د ۴۷۰ غړو د ټاکنو لپاره، رایه ورکونکي، رایې اچولو ته هڅوي.

د دیموکرات ګوند د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو د سترې محکمې د هغې پریکړې مخالفت کوي چې د سقط جنین قانوني حق یې لغوه کړ او په دې هکله پریکړه کول یې د ایالتونو صلاحیت ته حواله کړ. بایډن ټینګار کوي چې که دیموکراتان راروانې ټاکنې وګټي، دی به د سقط جنین حق په یوه فدرالي قانون بدل کړي.

جمهوري غوښتونکي سقط جنین ته د محدود لاسرسي او یاهم نه لاسرسي غوښتونکي دي.

کرول توبیاس، د سقط جنین د یوې مخالفې ټولنې مشره ده، وايي ټولنه یې غواړي د امکان ترحده د زیاتو نازېږېدلو ماشومانو د ژوند له ژغورلو سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: "که چیرې ایالتونه د سقط جنین اجازه هم ورکړي، زه فکر کوم په نږدې راتلونکي کې به د جنین سقط په اړه فکر کول ناممکن وي او ښځې به که دا حق ولري هم، د جنین سقط ته حاضرې نشي."

دغې موضوع د جورجیا د ایالت په ګډون د کانګرس لپاره په ځینو نورو ډیرو مهمو ټاکنیزو سیالیو باندې سیوری غوړولی دی.

هرشل واکر، د جورجیا له ایالت څخه د سنا مجلس جمهوري غوښتونکی کاندید دی. هغه د جنین سقط په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: "پوهیږئ چې زه یو عیسوي یم. زه په ژوند باور لرم. زه خلکو ته دا وایم: جورجیا هغه ایالت دی چې ژوند ته درناوی لري او زه به داسې یو سناتور یم چې د ژوند ملاتړ به کوم."

نظر سنجیو ښودلې ده چې دوه پر درې برخې امریکایان سقط جنین ته د لاسرسي موندلو پلوي کوي خو نظر اخیستونکي نشي ویلی چې دا به د ټاکنو په پایلو اغیز ولري که نه.

د کایزر روغتیايي چارو موسسې کارکوونکې اشلي کرزنګر وايي، د اوړي په میاشتو کې سقط جنین ته لاسرسی د دیموکراتانو لپاره د بحث یوه ډیره توده موضوع وه.

هغې زیاته کړه: "شاوخوا نیمه برخه دیموکرات رایه اچوونکي وايي دوی د سترې محکمې له پریکړې وروسته رایې اچونې ته زیات تشویق شویدي. او ډیری یې وایي دا هغه موضوع ده چې کاندیدان یې باید په هکله خبرې وکړي، په همدې خاطر داسې ښکاري چې دیموکرات رایه اچوونکي به وهڅوي."

د ولسمشر مرستیالې کامله هریس په دې اونۍ کې په کلیفورنیا کې د ټاکنیز کمپاین په یوې غونډه کې وویل چې د دې موضوع پایلې د امریکا له پولو بهر اغیز درلودلی شي.

ميرمن هیرس وویل: "د نړۍ استبدادي حکومتونه به خپلو خلکو ته ووايي چې تاسو امریکا ته د حقونو د ساتونکي او سرلاري هیواد په سترګه ګورئ. وګورئ هغوی څه وکړل. په دې ډول کوم څه چې دلته ترسره کیږي د نړۍ په کچه په ښځو اغیز درلودلی شي."

په امریکا کې له وخته مخکې د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی او د ګانګرس د دوو مجلسونو هغه استازي چې امریکایان به یې د نومبر په لومړیو کې وټاکي، د دې واک ولري چې د راتلونکو کلونو لپاره د سقط جنین برخلیک معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG