د لاس رسي وړ اتصالات

فیروز: سږکال به روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ۹۰ فیصده ډیر شي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دا مهال د دغه هیواد ۶۰ فیصده خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري او سږکال به دغه کچه ۹۰ فیصدو ته لوړه کړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي د پاتې څلویښت فیصده خلکو لپاره چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نلري په لیرو پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونه ډیروي او له تیر کال راهیسې یې د څلور سوه مرکزونو جوړولو لپاره کار پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سه شنبه په ورځ خبریالانو ته وویل په ۱۳۹۶ کال کې دغه وزارت په ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۲ مرکزونه جوړ کړل.

او سږ کال په پام کې لري په ۱۳ نورو ولایتونو کې ۲۰۶ نور مرکزونه جوړ کړي.

ښاغلي فیروز چې د دغو مرکزونو د قرارداد په غونډه کې خبرې کولې وویل یاد مرکزونه به وکولای شي چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی نوي فیصده لوړ کړي"د افغانستان ۶۰ فیصده خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري که موږ لاسرسی تعرف کړو دا معنا لري چې له کوره تر روغتیایي مرکزه یوه ساعت مزل ترسره شي.او پاتې نور څلویښت فیصده خلک دغو خدماتو ته لاسرسی نلري موږ یوه سروې ترسره کړه چې که موږ څلور سوه روغتایي مرکزونه جوړ کړو د افغانستان نوي فیصده خلک به په دوه ساعتونو مزل کې روغتیايي مرکز ته لاسرسی ولري".

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه اوس هم په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو په رسولو کې ستونزې شته او یوه حامله مور نه شي کولای چې په دوه ساعته مزل کې تر روغتیایي مرکزه ورسیږي.

هغه اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې هر کال یو نفر په روغتیایي برخه کې پنځه ډالره لګښت لري چې دا اندازه پیسې بسنه نه کوي.

بل خوا د ولسي جرګې د روغتیایي کمیسیون مشر مجیب الرحمن څمکنی وایي د عامې روغتیا وزارت بودیجه باید زیاته شي تر څو د خلکو اړتیاوې په کافي اندازه حل شي"له وکیل صاحبانو څخه هیله کوم چې د روغتیایي ستونزه د ټولنې هر وګړي ته پیدا کیږي نو موږ او تاسو باید کار وکړو او ډیره بودیجه ورته پیدا کړو".

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه د روغتیایي کارکونکو د تشویق او لیرو پرتو سیمو ته د ښځینه کارکونکو د لیږلو لپاره د دوې په معاشاتو کې څلویښت فیصده زیاتوالی هم راغلی دی.

XS
SM
MD
LG