د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې د چهارسدې سرپرست ولسوال ووژل شو


د غور ولایت چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۶) د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست میرزا محمد ابراهیم په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست نن سهار له خپل کور څخه د دفتر په لور روان وو.

د دغې پیښې مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د غور د والي ویاند دغه راز وویل، چې طالبانو د غور د دولینه ولسوالۍ د شاه‌ جوی کلی له افغان ځواکونو څخه نیولی دی.

د ښاغلي خطیبي پر وینا، تیره شپه وسله‌ولو طالبانو په شاه جوی کلي کې د ولسي پاڅون‌کوونکو پر یوې پوستې ډله‌ییز برید وکړ او له څو ساعته جګړې وروسته یې دغه کلی تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG