د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا وزارت: تر نارینه وو، ښځې زیاتې د زړه په ناروغۍ اخته کیږي


نسايي او ولادي ډاکټران وایې چې د امیندوارۍ په وخت کې په بدن کې ځینې بدلونونه د مور پر روغتیا ناوړه اثر کوي.
نسايي او ولادي ډاکټران وایې چې د امیندوارۍ په وخت کې په بدن کې ځینې بدلونونه د مور پر روغتیا ناوړه اثر کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې چې پدغه هېواد کې څلوارلس په سلو کې خلک د زړه او رګونو د ناروغیو له وجې مري.

په کابل کې د ښځو د ناروغيو په هکله یوې غونډې کې چارواکو څرګنده کړې چې د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د زړه ناروغۍ زیاتې دي.

د زړه ناروغۍ په نړۍ کې له وژونکو امراضو څخه ګڼل کیږي. افغانستان کې هم ګڼ خلک پدغې ناروغۍ اخته دي خو داسې کره احصائیه نشته چې د ناروغانو شمېر معلوم کړي.

د چهارشنبې په ورځ [اپریل ۱۸] په ابن سینا روغتون کې یوه سپموزیم ته د وینا پر مهال د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب مشر محب الله ځیر د زړه ناروغۍ غیرساري وبللې، وویل چې دغه مرض "په ټول هېواد او په هر جنس کې شته."

په افغانستان کې اوږدو جګړو او د خلکو پر رواني حالت د ناخوالو بدو اغیزو ډیر شمېر کسان د زړه د ناروغۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

د کابل د طبي پوهنتون استاده ډاکټره زبیده انوري ژواک وایې چې د امیندوارۍ په وخت کې په بدن کې ځینې بدلونونه "د مور پر روغتیا چې حتی لږه د زړه ناروغي هم ولري"، ناوړه اثر کوي.

نړیوالې احصائیې ښیي چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۷ میلیونه کسان د زړه د ناروغیو له امله مړه شوي دي. دغه شمېر په لویدیځو هېوادونو کې ښکته او په آسيايي هېوادونو کې اوس هم لوړه ده.

د روغتیا وزارت: تر نارینه وو، ښځې زیاتې د زړه په ناروغۍ اخته کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

XS
SM
MD
LG