افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې لومړنی هېواد شو، د دغې شورا چې له اولې درجې هېواد څخه د لوبو سېریز ګټي.
افغانستان له زمبابوې څخه د پنځو لوبو لړۍ درې دوه وګټلې او په کرکټ کې یې یو نوی تاریخ جوړ کړی.
تر افغانستان وړاندې د دویمې درجې کوم بل هېواد داسې لړۍ نه ده ګټلې.
البته افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا یو بل بشپړ غړي بنګلدېش ته هم ماتې ورکړي دي.
دا لوبه د زمبابوې په بولیو ښار کې وشوه.
په زمبابوې کې او له زمبابوې څخه د لوبې ګټل اسانه خبره نه بلل کیږي.
افغانستان پچه وبایلله، خو د نور علي د ۵۴ او محمد نبي د ۵۳ منډو په مرسته یې زمبابوې ته د ۲۴۶ منډو هدف ورکړ.
په افغان توپ اچوونکو کې دولت ځدراڼ څلور، حمزه درې، راشد دوه او میرویس اشرف د زمبابوې یو لوبغاړی وسوځوه.