د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې درې ترکي ښوونکي نیول شوي


دا مهال د افغانستان په اوو ولایتونو کې د افغان-ترک ۱۲ ښوونځي فعاله دي
دا مهال د افغانستان په اوو ولایتونو کې د افغان-ترک ۱۲ ښوونځي فعاله دي

په افغانستان کې د افغان-ترک د ښوونځیو د والدینو کمیټه وايي چې د ملي امنیت کارکوونکو درې ترکي ښوونکي او د یوه ترکي رستورانت خاوند نیولي دي.

دغه کمېته وايي چې د افغان-ترک یو افغان ښوونکی هم نیول شوی دی چې لا د دغو کسانو د نیولو علت څرګند ندی.

په کابل کې د دغې کمېټې غړو په یو خبري کنفرانس کې دا تور هم ولګوه چې د افغانستان ملي امنیت د سه شنبې په سهار- ډسمبر۱۲- د افغان ترک د نجونو پر یو ښوونځي هم چاپه وهلې چې یوه ترکۍ ښوونکې ونیسي، خو بریالي نشول.

وايي دا نور ښوونکي يې ښوونځیو ته په لار نیول شوي چې لا یې علت معلوم نه دی خو، مخکې د ترکیې حکومت په افغانستان کې د افغان-ترک د ښوونځیو د تړلو غوښتنه کړې وه.

استانبول تور لګوي چې دا ښوونځي په امریکا کې د مېشت ترکي فراري فتح الله ګولن دي. ښاغلي ګولن په ترکیې کې د ۲۰۱۶ کال په پوځي کودتا کې په لاس لرلو تورن دی، خو هغه دا تورونه نه مني. ترکیې له امریکا د هغه د ورسپارلو غوښتنه کوي، خو امریکا وايي چې په کودتا کې د هغه د لاس لرلو قوي اسناد نشته.

د افغانستان د معارف وزارت مطبوعاتي چارواکو امریکا غږ ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. دا مهال په کابل، هرات، بلخ، جوزجان، کندهار، خوست او ننګرهار کې د افغان-ترک ۱۲د هلکانو او نجونو ښوونځي شته چې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان ماشومان په کې زده کړې کوي.

په دغو ښوونځیو کې ۱۶۵ ترکان او ۴۰۰ افغان ښوونکي په دندو بوخت دي. د معارف وزارت د دغو ښوونځیو درسي نصاب ستایلی او ویلي دي چې د افغان-ترک ښوونځي د وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دغه ترکي استادان داسې مهال نیول کیږي چې ولسمشر غني همدا نن سه شنبه – ډسمبر۱۲- ترکیې ته ولاړ چې د بیت المقدس په اړه د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG