د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بروکسل ته تللی


ټاکل شوې سبا ته به د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران د بروکسل په ښار کې په یوشمیر مهمو نړیوالو مسلو خبرې وکړي.
ټاکل شوې سبا ته به د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران د بروکسل په ښار کې په یوشمیر مهمو نړیوالو مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي، تیره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چې ټاکل شوې، سبا ته د بیلجیم په پایتخت بروکسل کې جوړه شي دغه هیواد ته تللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جنرال بهرامي به دې غونډې ته په وینا کې په شپږ عمده مسلو وغږیږي.

جنرال راد منش وویل " د امنیتي مسولیتونو د لیږد، په بیلابیلو برخو کې د ملي اردو د بریالیو وظایفو د ترسره کولو، د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع، د ځانګړو ځواکونو پیاوړتیا او انکشاف، فساد سره مبارزه، ښه تدارکاتي سیستم، د هوایي ځواکونو پیاوړي کیدل او لا زیات باور د رامنځ ته کیدلو لپاره د بیومټریک سیستم کارونه هغه مسایل دي چې د دفاع وزارت سرپرست به پرې د ناټو د دفاع وزیرانو سره وغږیږي".

ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران د بروکسل په ښار کې د دغې ټولنې په مرکز کې په یو شمیر مهمو نړیوالو مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وایي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ همکاري او په ډیرو عصري وسایلو د افغانستان د دفاع وزارت د کشف او استخباراتو د مرکز سمبالول هم د ناټو د دفاع وزیرانو سره د جنرال بهرامي په خبرو کې شاملې مسلې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په داسې حال کې بروکسل ته تللی، چې د امریکا د متحدو ایالاتو د پوځ لوی درستیز، جوزف ډنفورد، د افغان چارواکو سره د لیدو کتو لپارهد دوشنبې په ورځ کابل ته تللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال جنرال رادمنش امریکا غږ سره په خبرو کې د جنرال ډنفورډ د سفر هدف د افغانستان د پوځي او سیاسي حالاتو ارزونه وښودله.

جنرال رادمنش وویل " د امنیتي او سیاسي وضعیت عمومي ارزونه، چې د دغه هیواد ځواکونو له خوا افغان ځواکونو سره د روزنې مشورې، مالي او هوایي ملاتړ په برخه کې مسایل په کې شامل دي کوي".

تراوسه لا دغه لوړپوړې امریکایي چارواکي د افغانستان د دفاع وزارت له چارواکو سره نه دي کتلي، خو ارګ وایي، ټاکل شوې سبا ته به جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د دغه امریکا له لوی درستیز سره وګوري.

جنرال ډنفورډ تیره ورځ هلمند ته هم تللی وو.

د رپوټونو له مخې جنرال ډنفورډ په افغانستان کې د میشتو امریکايي پوځيانو له قوماندانانو سره د امریکا د نوې پوځي تګلارې په اړه وروستۍ سلامشورې کوي.

امریکايي جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د دفاع وزیر جیم متیس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمیر پریکړه وکړي.

اوس مهال ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې میشت دي

XS
SM
MD
LG