د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو په ملاتړ پرلت روان دی


دا دوهمه اونۍ ده چې د امریکا د کانګرس ماڼۍ مخې ته د هغو افغانانو په ملاتړ پرلت وهل شوی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې ده.

په دې پرلت کې یو شمېر پخواني امریکايي سرتېري، د خیریه بنسټونو کارکوونکي او په امریکا کې مېشت افغانان برخه لري. دوی له کانګرس څخه غواړي چې په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو قانون (Afghan Adjustment Act) تصویب کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۸۰ زره افغانانو ته په امریکا کې د مېشتېدلو بهیر پېل کړ. دا د امریکا دپاره د ویتنام تر جګړې وروسته د تخلیې تر ټولو لوی بهیر بلل کیږي.

پدې کې له هغو افغانانو برسېره چې له امریکايي ځواکونو سره یي کار کړی، د بشري حقونو مدافعین، سیاستوال او نور داسې خلک شامل دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې يي ژوند د خطر سره مخ ګڼل کیږي.

خو ددغو افغانانو اکثریت ته په امریکا کې د دوو کالو دپاره د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

په امریکا کې د تیر یوه کال راهیسې پخواني امریکايي پوځیان او نور ملاتړي د امریکا له کانګرس څخه غوښتنه کوي چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته راغلیو افغانانو ته په دغه هېواد کې د دایمي پاتې کیدو اجازه ورکړي.

دا غوښتنه د یوې لایحې په چوکاټ کې تېره میاشت کانګرس ته وړاندې شوې ده.

که څه هم دا لایحه د سپینې ماڼۍ او همدارنګه د امریکا د ځینو ډیموکراتو او جمهوري غوښتونکو سناتورانو ملاتړ له ځانه سره لري، خو په کانګرس کې یې تاییدېدل ځنډېدلي دي. د کانګرس ځینو جمهوري غوښتونکو غړو اندېښنه ښودلې ده چې امریکا ته تازه راغلي افغانان ددغه هېواد ملي امنیت ته خطر پېښوي.

خو د کانګرس د ماڼۍ مخې ته په پرلت ناست کسان وايي، تر هغو به خپل اعتراض ته ادامه ورکړي تر څو دغه لایحه تصویب شوې نه وي.

د پرلت تنظیموونکی صفي روف وايي، ددې لایحې د نه تصویبېدلو په صورت کې به په امریکا کې د دوه کلنې اقامې لرونکي افغانان مجبور وي چې ددغه دوو کلونو د پوره کېدو وروسته د پناه غوښتنه وکړي چې د هغه په خبره، ډېره اوږده او پېچلې پروسه ده.

دیموکراته سناتوره، ايمي کلوبچار له هغو کسانو څخه ده چې دا طرحه يې کانگرس ته وړاندې کړې.

دیموکراته سناتوره، ايمي کلوبچار په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو لایحې ملاتړې ده.
دیموکراته سناتوره، ايمي کلوبچار په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو لایحې ملاتړې ده.

مېرمن کلوبچار امریکا ته د تخلیي په بهیر کې د راغلیو افغانانو په اړه وویل: "دغه خلکو چې زمونږ سره همکاري کړې، دوئ د ولسواکۍ او بشري حقونو په دفاع دریدلي."

هغي په کانګرس کې ددې لایحې د تایېدولو دپاره د هڅو په اړه زیاته کړه: "کوښښ کوو یوه منطقي لاره پیدا کړو تر څو دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دغه طرحه تایید کړي او دا خلک چې دلته رارسېدلي، او امنیتي ارزونه یې شوې ده، د استوګني دایمي اسناد او د کار جواز ترلاسه کړي او له د حقوقي سرګردانۍ څخه وایستل شي."

‏په امریکا کې د افغانانو د میشت کېدو په لایحه کې په دغه هېواد کې د دایمې هستوګنې تر څنګ له نویو راغلیو افغانانو سره د کارموندنې، زده کړې، او کلتوري پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG