د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني امریکايي دیپلوماتان: د افغانانو د مېشتېدو طرح باید د امریکا بودیجه کې شامله شي


افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون جوړوونکو غوښتي چې امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د مېشتېدو طرح (Afghan Adjustment Act) باید د امریکا د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شي.

د سفیرانو په لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) کانګرس ته لېږل شوی راغلي چې دا طرح "زموږ له متحدانو سره د جنګ په وخت کې شوي ژورې او لازمي ژمنې پر ځای کوي. دا یو اخلاقي مسولیت دی، او همدارنګه دا خبره یقیني کوي چې په راتلونکو جنګونو کې به ملاتړي ومومو."

دا لیک د راین کراکر، رونالډ نیومن، ویلیم ووډ، ارل انتوني وین، جیمز کننګهم، پي مایکل مک کینلي، هوګو لارنس او راس ویلسن لخوا لاسلیک شوی.

دا لیک چې د افغانانو د تخلیې د پروګرام (AfghanEvac) د بنسټ ایښودونکي شان وینډیور او د متحده ایالاتو پخواني سفیر فل کاسنیټ لخوا چمتو شوی، د افغانستان د کارپوهانو پیغام دی چې د افغانانو په وړاندې د متحده ایالتونو د ژمنو د پر ځای کولو دپاره په عمومي بودیجه کې ددې طرحې شاملول اړین ګڼي.

له دې وړاندې، د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې غړې جین شهین او یو شمېر نورو امریکايي قانون جوړونکو هم له دغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و. مېرمن شهین د امریکا په کانګرس کې د ښځو او د امریکايي ځواکونو د افغان ژباړونکو د حقونو یوه فعاله ملاتړې ګڼل کېږي.

د امریکا کانګرس د سه شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د عمومي بودیجې په اړه یوې موافقې ته رسیدلي او قانون جوړونکي به په څو راتلونکو ورځو کې د تصویب لپاره یوه مسوده چمتو کړي. خو د دغه بودیجې د جزیاتو او دا چې د افغانانو د مېشتېدو طرح پکې شامله ده که نه، څه نه دي ویلي.

کانګرس ته په لېږل شوي لیک کې استدلال شوی چې که امریکا ته د نویو راغلو افغانانو د پروسس او بیا میشتیدنې پلان د دغه هیواد په بودیجه کې شامل نه شي، د پناه غوښتنې او مهاجرت محکمو سیستم به د هغو زرګونو افغانانو د غوښتنلیکونو د پروسس توان ونه لري کوم چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د تخلیې په بهیر کې متحده ایالاتو ته راغلي او د موقتې بشردوستانه اوسېدنې (Humanitarian Parole) موده یې پای ته رسیږي.

متحده ایالاتو ته د نویو راغلو افغانانو د پروسس او بیا میشتیدنې طرح د موقتي بشردوستانه اوسېدنې له مخې امریکا ته راغلیو افغانانو ته ددې حق ورکوي چې له اضافي مراحلو پرته، په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې یا ګرین کارت غوښتنه وکړي.

اوس مهال، امریکا ته تازه راغلي افغانان کولای شي یوازې د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) له لارې په امریکا کې د دایمي استوګنې درخواست وکړي.

پخوانیو سفیرانو په دې لیک کې استدلال کړی چې که امریکا د نویو راغلو افغانانو د پروسس او بیا میشتیدنې د طرحې د تصویب په برخه کې عمل ونه کړي او د خپلو افغان متحدینو ملاتړ و نه کړي، په امریکا باور به زیانمن شي. په لیک کې ویل شوي: "که د امریکا متحدین وویني چې زموږ افغان همکاران یوازې پریښودل شول، نو دوی به په راتلونکي کې د متحده ایالاتو له ماموریتونو سره مرستې ته ډېر لږ زړه ښه کړي."

د امریکا ولسي جرګې د یوې اونۍ موقته بودیجه د چهارشنبې په ورځ تصویب کړه او د تصویب دپاره یې د مشرانو جرګې ته ولېږله چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې تصویب شي.

XS
SM
MD
LG