د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان دې د افغان امنیتي ځواکونو د ماتولو خیال له سره وباسي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د کندهار په هوايي ډګر کې یوې غونډې ته په وینا کې چې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د دوه ایچ ۶۰ اې بلک هاک هلیکوپټرونو د سپا رلو په مناسبت جوړه شوې وه، افغان ځواکونو ته د دغو هلیکوپټرونو سپارل خورا مهم وګڼل او ویې ویل چې طالبان دې د افغان امنیتي ځواکونو د ماتولو خیال له خپلو سرونو وباسي.

ښاغلي غني وویل "که طالبان دا فکر کوي چې افغان ځواکونه یې مات کړي دي دا خام فکر دې له سر څخه وباسي. دوی یو انتخاب لري یا دې سوله وکړي، مونږ هم وینه تویول نه غواړو مونږ د خپل ځان دفاع کوو جنګ بس دی یوازنۍ لار سیاسي لار ده ".

جمهور رئیس غني وویل چې طالبان دې بین الافغاني سوله وکړي، دوی افغان اردو، افغان امنیتي ځواکونه او افغان هوايي ځواک نه شي ماتولای.

هغه د افغان لانجې د هوارولو یوازینۍ لار بین الافغاني سوله وګڼله او ويې ویل چې طالبان کندهار ته په جنګ نه شي راتللای، بلکې هغوی یوازې او یوازېکندهار ته د سولې له لارې راتللای شي.

جمهور رئیس غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې مسئله دې ګاونډیانو ته نه پرېږدي او اجازه دې ورکړي چې له ګاونډیانو سره د دولتونو په کچه مسایل وڅیړل شي.

دې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په خپله وینا کې وویل چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د نوې ستراتیژۍ له اعلان را وروسته طالبان کمزوري شوي دي.

جنرال نیکولسن د ترهګرۍ پر وړاندې په افغانستان کې روانه جګړه د نړۍ لپاره ډېره مهمه وګڼله.

جنرال نیکولسن وویل " سږکال افغان ځواکونو ۱۵۰۰ عملیات ترسره کړي، دا شمېره مخ په زیاتېدو ده، افغان امنیتي خواکونه په تخنیکي لحاظ مجهز شوي او د افغان هوايي ځواکونو منسوبین مجاهدین دي".

د کندهار په هوايي ډګر کې افغان هوايي ځواک ته د دغو هلیکوپټرونو د سپارلو لپاره ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دغو دوو بلیک هاک هلیکوپټرونو سپارل د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان یوه برخه ده.

د دفاع وزارت وايي امریکا به د ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان ته ۱۱۹ بلیک هاک هلیکوپټرونه برابر کړي. ټاکل شوې چې د دغه څلورکلن پلان تر پایه به افغانستان د ۱۱۹بلیک هاک هیلکوپټرونو په ګډون ټولې ۱۵۹ ډول ډول جنګې او ټرانسپورټي الوتکې تر لاسه کړي.

امریکايي پوځیانو د افغانستان هوايي قواوو ته د بلک هاک پوځي هلیکوپترې وسپارلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

XS
SM
MD
LG