د لاس رسي وړ اتصالات

اېټالیا کې افغان سفیر: د اور اچونې پيښې د قربانیانو د جسدونو سپارل وخت نیسي

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد ذکریا
په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد ذکریا

په اېټالیا کې د افغانستان سفارت وايي پولیسو د اېټالیا په کالابریا سیمه کې د هغې اورلګېدنې شکمن عاملین نیولي چې له امله یې درې افغان کډوال او یو پاکستانی چلوونکی ووژل شول.

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر او سرپرست کارمند، خالد احمد ذکریا، د امریکا غږ ته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې "شکمن کسان د تېښتې یوه ورځ وروسته نیول شوي" او د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.

ذکریا زیاته کړه دا پيښنه د دوشنبې په ورځ (جون لومړۍ) د څلورو افغان کډوالو چې د کرنې په برخه کې یې کار کاوه او دوو پاکستانیانو ترمنځ چې د هغوی امرین وو ، د لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه.

په ایټالیا کې د افغانستان د سفیر په وینا، "دوه پاکستانیان د تیلو په یوه ټانک کې تر دریدو وروسته له موټر څخه راکښته کیږي او موټر ته اور ورته کوي."

خالد احمد ذکریا د پېښې افغان قربانیان د عصمت الله قیومي، فضل امین خوګیاڼي او صفی امجد په نومونو معرفي کوي او وایي چې تاج محمد علمیار له موټر څخه چې د سوځیدو په حال کې وو په وتلو بریالی کیږي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جارجیا میلوني په خپل هیواد کې د څلورو کډوالو، چې درې یې افغانان دي، وژنه "وحشتناک" بللي او د عدالت د تامینولو ژمنه یې کړې ده.

د سي سي ټي وي ویډیو کې ښکاري چې دوه کسان یو موټر اور ته په داسې حال کې اور اچوي چې خلک په کې لا ژوندي دي.

جورجیا میلوني د چهارشنبې په ورځ (د جون ۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې "اېټالیا به تاوتریخوالي او بربريت ته تسلیم نشي" د هغې په وینا، "دا اړینه ده چې دا وحشتناکه جرم په بشپړه توګه روښانه شي او ټول عاملین یې د عدالت منګولې ته وسپارل شي".

د ایټالیا لپاره د افغانستان سفیر، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل چې "د قربانیانو د جسدونو سپارل وخت نیسي" او له کورنیو یې وغوښتل د هغو سازمانونو له خوا دې ونه غولول شي کوم چې د ډیرو پیسو په بدل کې د قربانیانو د جسدونو د سمدستي لېږد ژمنه کوي.

خالد احمد ذکریا ټینګار وکړ تر هغه وخته چې "د پولیسو پلټنې بشپړې نشي او وروسته قضایي چارې چې ډېر وخت نیسي، پای ته ونه رسېږي، د شهیدانو د جسدونو سمدستي لېږد په اوس وخت کې ناممکن ګڼل کیږي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، د دې پېښې په غبرګون کې، غوښتنه کړې چې عاملین باید محاکمه شي او له ایټالیا یې غوښتي چې د قربانیانو د کورنیو د حقونو د خوندي کولو او د عدالت د تامینولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

په ایټالیا کې د مهاجر کارګرانو استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې ځینې وختونه وژونکې پایلې لري. د پلاسیډو ریزوټو څیړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د کرنې د برخې شاوخوا ۳۰ سلنه کارګرانو په غیر رسمي ډول او له بیمې پرته کار کاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG