د لاس رسي وړ اتصالات

د تندر قول اردو د دویمې سرحدي لوا درستزوال د طالبانو برید کې وژل شوی


 درستيزوال ډګروال فريدون فياض
درستيزوال ډګروال فريدون فياض

امنيتي چارواکي وايي، چې د دويمې سرحدي لوا درستيزوال په لوګر کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

په ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند جګړن ايمل مومند نن چهارشنبه مارچ ۳۱ (وري ۱۱) امريکاغږ ته وويل،‌ چې درستيزوال ډګروال فريدون فياض له کابل نه ګردېز ته دندې ته پر لاره و،‌ چې د لوګر مرکز د خضر بازار په سيمه کې د وسله والو له کمين سره مخ شوی دی.

هغه وويل، چې په دغه بريد کې درستيزوال ډګروال فريدون فياض وژل شوی او يو ساتونکی يې ټپي دی.

د بريد مسؤليت وسله والو طالبانو پرغاړه واخيست. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دغه بريد کې د ډګروال فريدون فياض ترڅنګ د هغه څلور ساتونکي هم وژل شوي دی.

دويمه سرحدي لوا په جنوب ختيځو ولايتونو کې خپله دنده پرمخ وړي خو مرکز يې د پکتيا په ګردېز کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په پکتیا کې ناپېژاندو وسله والو د مرکز ګردېز اړوند د څلورمې امنيتي حوزې درې کارکوونکي په ډزو وژلي و.

XS
SM
MD
LG