د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغان پوځ ګرمې جامې نلري


سیګار وايي که افغان امنیتي ځواکونو ته په ژمي کې ګرمې جامې ونه رسول شي پوځي عملیات به یې اغیزمن شي.
سیګار وايي که افغان امنیتي ځواکونو ته په ژمي کې ګرمې جامې ونه رسول شي پوځي عملیات به یې اغیزمن شي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار، پنټاګان ته په یو استول شوي مکتوب کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د ژمي کافي تاوده یونیفورم نلري.

سیګار وايی چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د ژمي د تاودو کاليو کموالی به د افغان پوځ او پولیسو پر ورځنیو چارو او عملیاتو منفي تاثیرات وکړي. سیګار وایي په تېرو کلونو کې افغان ځواکونه له ورته ستونزو سره مخامخ وو.

سیګار په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قومندانانو له خولې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د ګرمو جامو د انتقال بهیر ټکنی شوی او دغه ستونزه لا هم په خپل حال پاتې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکی چې د افغان امنیتي ځواکونو د وسایلو او ګرمو جامو د برابرولو مسولیت لري سیګار ته ویلي "هغه ګرمې جامې چې په تېرو کلونو کې استول شوي او یا د روان کال په وروستیو کې انتقالیږي، د پولیسو لپاره فرمایش ورکړل شوې وې او د ملي پوځ لپاره په کې کومه جوړه نشته."

د امریکا د دفاع وزارت دا مهال د افغان پوځ لپاره د ۳۳۵۰۵۴ جوړه ګرمو جامو فرمایش ورکړی، خو داسې نه ښکاري چې دغه جامې دې د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر میاشتې افغانستان ته انتقال کړل شي.

خو، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايی چې افغان امنیتي ځواکونه کافي لباسونه لري او له داسې کومې ستونزه سره نه مخ کیږي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې" پخوا دا ستونزه څه ناڅه وه، خو اوس نشته په خاص ډول د نوي حکومت په راتګ سره، د تدارکاتو ټولې چارې په خپله ولسمشر او اجرایي ریس څاري، سږ کال او راتلونکو کلونو کې موږ له کومې داسې ستونزې سره نه مخامخ کیږي."

افغانستان دا مهال شاوخوا درې سوه زره امنیتي ځواکونه لري چې د هېواد پر نورو برخو سربېره، په سړو سیمو کې هم له وسله والو طالبانو او افغان حکومت له نورو مخالفانو سره په جګړې بوخت دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG