د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي، په ننګرهار کې د طالبانو د قوماندې مرکز یې نیولی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د "وسله والو طالبانو د سوق او ادارې" یو لوی مرکز نیولی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن سې شنبه مارچ دوهمه(کب ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې له یاد مرکز څخه د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر پوځي تجهزات، وسلې، مهمات او نشه يي توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو له دغه مرکز څخه د هیواد په ختیځ زون په خاص ډول ننګرهار کې وسله وال بریدونه "طرحه او اجرا" کول.

هغه وویل: "د تیرې یوې اونۍ په جریان کې په دغه ولسوالۍ کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي او په حصارک ولسوالۍ کې پراخه سیمه له دښمن څخه پاکه شوې ده."

د یو بل خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو جنګیالو په ګډون د ۱۳ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت نن سې شنبه مارچ دوهمه (کب ۱۲) ویلي چې یاد وسله وال نن سهار د نجراب ولسوالۍ په «افغانیه دره» سیمه کې د افغان هوايي او کمانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د القاعده شبکې د څلورو پاکستانیو غړو په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت له تیرو درې ورځو راپدېخوا د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي.

یاد وزارت تیره ورځ په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو ترڅنګ د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت د تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ د نجراب ولسوالۍ د «افغانیه دره» سیمې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبله اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG