د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د ځنګلونو د وهلو غوښته کړې


 د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پرته کرښه د ډیرو غرنیو سیمو څخه تیره شوې ده
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پرته کرښه د ډیرو غرنیو سیمو څخه تیره شوې ده

په سوېل ختيځ کې د افغان سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، چې د ډیورنډ د کرښې دیخوا ته د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د ځنګلونو د پرې کولو په اړه یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو غوښتنه رد کړې ده.

دغه چارواکي وايي چې د پاکستان هغې غوښتنې ته يې کلک منفي ځواب ورکړی، چې د افغانستان په سرحدي سيمو کې يې د ځينو ځنګلونو د قطع کولو په اړه کړې ده.

ددغو ځواکونو قوماندان جنرال رازمحمد مندوزي امريکاغږ ته وويل، پاکستاني ځواکونو ورته ويلي، چې د هغوی د امنيتي پوستو د ساتنې لپاره د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يوه اندازه ځنګلونه پرې کوي.

هغه وويل، چې په انګور اډه کې يې د پاکساني ځواکونو په يوه قرارګاه کې د يوې غونډې پرمهال هغوی ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د ځنګلونو د قطع کولو هڅه ونه کړي.

جنرال مندوزي زياته کړه ”زموږ د سرحدي ځواکونو يو پلاوي د پاکستاني پوځيانو سره د ځنګلونو په اړه خبرې وکړې. دوی ويل چې له دغو ځنګلونو څخه پر موږ بريدونه کېږي او غواړو قطع يې کړو، خو موږ ورته کلک منفي ځواب ورکړ او ورته ومو ويل چې دا د دواړو هېوادونو په کچه مسئله ده. په دې هکله به کابل او اسلام خبرې کوي‟.

جنرال مندوزي همدارنګه وويل، دوی ته امر شوی دی چې د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د هر ډول کېدونکو تحرکاتو کلک مخنيوی وکړي.

پاکستان پوځ د افغان امنیتي چارواکو دغو څرګندونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې افغانستان سره د سرحد په اوږدو کې د اغزن مزي او کټارو د درولو پریکړه یې کړې او پر دغې پروژې یې وار دمخه کار پیل کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور وویل چې دوی پلان لري چې د ډیورنډ کرښې "په ۲۶۱۱ کیلومترۍ کې اغزن مزي او کټارې ولګوي او همدغه راز د ۲۰۱۹ کال پورې د دغې کرښې په اوږدو کې ۳۳۸ امنیتي چاوڼۍ جوړې کړي".

ښاغلي غفور وویل چې په باجوړ او مومندو کې یې په ۷۴۴ کیلو متره سیمه کې د کټارو د لکولو کار پیل کړی دی.

نوموړي وویل تر دې دمه یې د ۳۳۸ پلان شویو سرحدي پوستو له ډلې څخه یې ۴۳ جوړې شوي دي.

د پاکستان د پوځ دغو اقداماتو په اړه تیره ورځ د افغانستان په مشرانو جرګه کې تاوده بحثونه شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د پکتيکا استازي جمعه الدين ګيانوال وویل، پاکستاني ځواکونه هڅه کوي، چې په پکتیکا ولایت کې د سيمې د خلکو همکاري راجلب او د هغوی په مرسته يو کيلومتر د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته ځنګلونه پرې کړي.

سناتور ګيانوال وويل ”د پکتيکا د خروټي قوم سيمو اوسېدونکو ته پاکستاني ځواکونو لوبيا، دال، وريجې او ځينې نور خوراکي مواد رالېږلي او ترې غوښتې يې دي چې د ځنګلونو په قطع کولو کې ورسره مرسته وکړي‟.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړی نعمت الله بابری هم وايي، چې د انګور اډې د سيمې مشران پاکستاني پوځيانو څو ورځې مخکې د ژن چينې پوځي اډې ته غوښتي وو او د ځنګلونو د قطع کولو يې ورته ويلي دي.

هغه امريکاغږ ته وويل ”پوځيانو ورته ويلي، چې وسائل او وسائط موږ درکوو او تاسو د کرښې دواړو غاړو ته يو يو کيلومتره ځنګلونه پرې کړئ او لرګي يې تاسې يوسئ، که تاسې يې نه پرې کوئ، بيا يې موږ پرې کوو او لرګي يې هم په خپله وړو‟.

په همدې حال کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت امريکاغږ ته وويل، چې د کرښې دې غاړې ته پراته قومونه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته ژمن او له افغان دولت سره کلک همکار خلک دي.

ده زياته کړه، چې پر افغان حکومت سربېره دا خلک هم د پاکستاني ځواکونو له لوري د ځنګلونو له قطع کولو سره کلک مخالف دي او هيڅکله ددې کار اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG