د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د افغان ځواکونو د مهماتو پلورل له ملي خیانت څخه کم نه دی


ښاغلی عبدالله وايي، اداري فساد د افغان ځواکونو د روحیې د کمزوري کولو لامل کیږي.
ښاغلی عبدالله وايي، اداري فساد د افغان ځواکونو د روحیې د کمزوري کولو لامل کیږي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، لا هم د افغان ځواکونو مهمات د دولت پر وسله‌والو مخالفینو پلورل کیږي، چې دا کار له ملي خیانت څخه کم نه دی.

ښاغلي عبدالله چې د پنج‌شنبې په ورځ (اګست ۱۰) یې 'په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ګډ درې ورځني کنفرانس' د پای غونډې ته وینا کوله وویل، د حکومت مشرانو ته کله داسې ریپوټونه راځي، چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونه د مهماتو له کموالي سره مخ دي، خو ورپسې له هماغه ځای څخه خبر ترلاسه کیږي، چې هلته پر 'دښمنانو' مهمات پلورل کیږي.

اجرائيه رئيس وویل "هغه څه چې باید زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په واک کې وي او له هغه څخه د خلکو په دفاع کې کار واخیستل شي، که هغه د دښمن په واک کې ورکول کیږي او بیا د خلکو سینه ورباندې په نښه کیږي، دا له ملي خیانت څخه کم نه دی".

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل، چې لا هم په ځینو مواردو کې، د قطعو له تامیناتو، د ټپي شویو سرتیرو له درملو او ان د وژل شوو امنیتي ځواکونو له اکرامیې څخه، چې باید د هغوی کورنیو ته ورکړل شي، غلاوې کیږي.

له دې مخکې د اروپا اتحادیې هم په خپل یو ریپوټ کې، وسله‌والو طالبانو ته د افغان ځواکونو د مهماتو پر پلورلو اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې په امنیتي سکتور کې د فساد اصلي قُربانیان ملکي وګړي دي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم ټینګار کوي، چې اداري فساد د امنیتي ځواکونو پر لیکو باندې ناوړه اغیزه کوي او له افغانستان څخه د دفاع په برخه کې د هغوی روحیه کمزورې کوي.

هغه وویل، چې د امنیتي سکتور مسولین باید له دا ډول مواردو سره د مبارزې په برخه کې صادقانه عمل وکړي او د فساد د له منځه وړلو لپاره، د امنیتي سکتور په رهبرۍ او ټیټه کچه کې پریکنده او جدي اراده رامنځ ته کړي.

د افغانستان حکومت په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د سې‌شنبې په ورځ د ۳۵۰ کسانو په ګډون، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې له اداري فساد سره د مبارزې درې ورځنی کنفرانس جوړ کړ، تر څو په دې سکتور کې د فساد د ستونزې د له منځه وړلو لارې چارې پیدا کړي.

په همدې موخه د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ، د افغانستان لویې څارنوالۍ، له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت له عمومي ریاست سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې درې جلا جلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

XS
SM
MD
LG