د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال یفتلي: جنوب کې وسله‌وال مخالفین ځپل شوي


د افغانستان لوی درستیز وايي چې په جنوب کې يې د دولت د وسله والو مخالفینو زور اوبه کړی او ګڼې سیمې يې تر دولتي حاکمیت لاندې راوستې دي.

جنرال محمد شریف یفتلي د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو په قومندانۍ کې د یوې غونډې پر مهال وویل، که له یوې خوا د پوځ سرتیرو په کندهار کې لوړ تلفات ورکړي خو د دولت د وسله والو مخالفینو لوی پلانونه يې هم شنډ کړي دي.

د جنرال یفتلي پر وینا، روان لمریز کال د افغان قواوو لپاره له ننګونو څخه ډک کال وو خو د تلفاتو ترڅنګ دوی په جنوب کې لاس ته راوړنې هم لرلي دي.

لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وايي چې روان کال لاهم له ننګونو څخه ډک دی خو دوی هم د دولت وسله والو مخالفینو ته په جنوب کې درانه تلفات اړولي.

ده وويل "دې کې شک نشته چې موږ په روان کال کې تلفات لرل او خپل د سنګر ملګري مو له لاسه ور کړل مګر دښمن ته مو هم سخت ګوزارونه ور کړي، دښمنانو د کندهار په اړه ډېر بد او خطرناک پلانونه لرل چې دښمن مو زموږ د امنیتي قواوو د جواب په غبرګون کې هیڅ پلان هم عملي نکړ چې ښه نمونه يې دغورک ولسوالي ده چې تر یوه کال وروسته بیرته ونیول شوه".

نوموړي زیاته کړه، د سیمې استخباراتو هڅه وکړه چې په جنوبي ولایتونو کې په لویو نا امنیو باندې لاس پورې کړي خو افغان قواوو يې مخه نیولې.

جنرال یفتلي وويل چې د جنوبي ولایتونو په نا امنو سیمو کې به نوي نظامي عملیات هم پيل کړي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو قومندان تورنجنرال امام رضا بهبود وايي چې په جنوب کې يې د دولت د وسله والو مخالفینو هغه اکمالاتي لارې چې د زابل، اروزګان، کندهار او هلمند ترمنځ يې تګ راتګ پرې در لود، تر نظامي عملیاتو ورسته تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د غورک ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفینو لپاره په جنوب کې تر ټولو مهمه اکمالاتي او عبوري لار وه چې اوس يې کنټرول دوی په خپل لاس کې اخیستی.

جنرال بهبود وويل "هغه لاري چې د دولت وسله والو مخالفینو ته يې د ژوند حیثیت درلود په خاص ډول د غورک ولسوالۍ لار چې له زابل تر هلمنده پوري د کندهار او اروزګان ترمنځ د څلور لارې رول لري موږ په خپل واک کې را وستې موږ نه پریږدو چې ترورستان او د سیمې استخبارات په سیمه کې خپل پلانونه عملي کړي".

د کندهار د نسبي امنیت سره، سره د دې ولایت په شمال کې د میانشین، شاولیکوټ، نېش، خاکریز، غورک او میوند ولسوالۍ نا امنیه سیمي بلل کیږي چې نږدې هره ورځ په کې جګړې روانې دي.

په تېرو پنځو میاشتو کې په یادو ولسوالیو کې د ملي پوځ نږدې شپږ قرار ګاه وو سقوط وکړ او د ملي پوځ سرتیرو په کې درانه تلفات لرل.

دوې اونۍ وړاندې یوازې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوه عملیاتي قرار ګاه د وسله والو طالبانو په برید کې د پوځ نږدې ۵۰ کسه سرتیري ووژل شول.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG