د لاس رسي وړ اتصالات

د سي ان ان رپوټ: طالبانو تسلیم شوي کماندو صحرایي اعدام کړي


د افغانستان وسله‌والو قواو د طالبانو له خوا د ۲۲ افغان کومانډویانو صحرايي محاکمه غندلې او دا اقدام یې جنګي جنایت بللی دی.

د سي ان ان خبري شبکه ادعا کوي چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د طالبانو جنګیالي ۲۲ افغان کومانډویان له تسلیمېدو وروسته په ډزو وژني.

دا پېښه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فاریاب په دولت‌اباد ولسوالۍ کې شوې.

په هغې ویډیو کې چې سي ان ان خپره کړې، په کې څو تنه افغان ځانګړي ځواکونه لیدل کېږي چې د طالبانو په محاصره کې دي او لاسونه یې پورته نیولي او وروسته په ډزو وژل کېږي.

خو د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري وویل چې دغه شمېر کومانډو ځواکونه تسلیم شوي نه وو، بلکې د یوې تاکتیکي تیروتنې له امله اسیر شوي وو.

"د تسلیمۍ موضوع اصلاً مطرح نه وه، هلته د تاکتیکي قوماندان په کچه یوه تاکتیکي ستونزه رامنځ ته شوې وه. له تاکتیکي پلوه د اراضۍ کشف او مطالعه په سمه توګه نه وه شوې او هغوی په میړانې، زړورتیا او کومه ژمنه یې چې درلوده عملیاتو ته لاړل او په خواشینۍ سره هلته محاصره او په پای کې اسیر شول".

جنرال شینواري وویل چې د طالبانو دا عمل له جنګي قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده. د بشري حقونو د دفاع بنسټونو هم د دغو سرتیرو وژنه جنګي جنایت بللی دی.

د ژنیو کنوانیسون په اساس هغه سرتیري یا جنګیالي چې تسلیمېږي "غیر محارب" کسان ګڼل کېږي او باید ورسره "انساني چلند" وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حمیدي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو دا اقدام ټکان ورکوونکی او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دی.

میرمن حمیدي زیاته کړه: "موږ د دغه برید په تړاو د ډېر مشخص او جدي تحقیق او محاکمې ته د دغې پېښې د عاملینو د راکشولو غوښتنه کوو، که د افغانستان حکومت دا کار ونشي کولی نو موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او د جرایمو نړیواله محکمه (ای سي سي) په دې مسله کې راښکیله شي او په اړه یې تحقیق او جدي چلند وکړي".

د بشري حقونو د څار سازمان یو لوړپوړې چارواکې پاتریشیا ګاسمن امریکا غږ ته ویلي چې د جنګي اسیرانو او تسلیم شویو سرتیرو اعدامول د جنګي او بشري نړیوالو قوانینو جدي نقض دی.

اغلې ګاسمن د طالبانو له مشرانو څخه غوښتي چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي، خو طالبانو دا ویډیو جعلي او د افغانستان د حکومت پروپاګنډ بللې ده.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو په ضد یرغلیز عملیات بېرته پیل کړي.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري وویل: "د درېو دفاعي او امنیتي ارګانونو اوپراسیونونه په خپلو ارزونو او پلانونو بوخت و او زموږ یرغلیز عملیاتي پلانونه نهايي شوي او ژر به خپل یرغلیز عملیات پیل کړو".

د افغانستان د امنیتي بنسټونو د معلوماتو په اساس په تيرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي. جنرال عمر شینواري وویل چې افغان ځواکونو په دې موده کې ۹۸ ګډ او مستقله عملیات کړي دي چې په کې ۱۳۶۹ طالب جنګیالي وژل شوي، ۶۰۵ ټپیان شوي او کابو ۵۰ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د طالبانو ډلې د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG