د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نن د اساسي قانون جوړېدل لمانځي


日本皇孙秋筱宫悠仁亲王(中)在父亲秋筱宫文仁亲王(左)和母亲秋筱宫妃纪子的陪伴下抵达东京御茶水女子大学附属幼儿园,参加他的毕业典礼。
日本皇孙秋筱宫悠仁亲王(中)在父亲秋筱宫文仁亲王(左)和母亲秋筱宫妃纪子的陪伴下抵达东京御茶水女子大学附属幼儿园,参加他的毕业典礼。

د افغانستان د اساسی قانون د تصویب ورځ نن په کابل کی ولمانځل شوه. دا قانون د نن نه ۷ کاله دمخه د ملت د استازو د لویی جرګی په ترڅ کی اعلان کړای شو.

افغان جمهور رئیس حامد کرزی وایي ددې قانون تر سیورې لاندې افغانستان لپاره رياستي نظام غوره کړای شو ځکه ددې نظام له لارې په هیواد کې دیموکراسي پلې کیدای شي.

ددی قانون اساسی احکام پر اسلامی او مردمسالاره نظام حکم کوي.

دا قانون ۷ کاله دمخه د مرغومی په ۱۴ نیټه د ملت د استازو د پوره ۷ میاشتو کار او بحث نه ورسته تصویب شو.

هغه مهال حامد کرزی د افغانستان د انتقالی دولت مشر وویل د هیواد د ښیګڼې لپاره یوازې د قانون شتون نه بلکه د قانون پلی کول ضروري دی.

نن ددی قانون د ورځی د نمانځنی پر مهال د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وویل ددغه انون تر سیوری لاندی یی د ملت سره په ګډه د هیواد د اداری لپاره ریاستی نظام غوره کړ. د ښاغلی کرزي په وینا ددې غوراوي اصلي هدف دادی چې ددې نظام تر سیورې لاندې په هیواد کې دیموکراسي پلې کړي.

د دی اساسی قانون عمده ټکی پر یو اسلامی او مردم سالاره افغانستان باندی ټینګار کوي او د هیواد د ښه راتلونکي د تضمینولو لپاره ددې قانون د پلي کولو لپاره د افغانانو استقلالیت غواړي.

د افغانستان د اساسی قانون د لویی جرګی مشر ښاغلی صبغت الله مجددی وایي هغه مهال دا قانون د ډیرو بهرنیو هیوادونو د راغلو استازو د پام وړ وګرځید.

همدارنګه د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین ربانی په وینا افغانستان د اسلامي هیواد په توګه ډیر ستر قانون لري چې هغه قران دی خو له دې سره سره په ټولنه کې دداسې یو قانون شتون ضروري ګڼل کیږی چې د هیواد د ټولو وګړو که هغه مسلمان وي که غیر، حقونه پکښی په نظر کې نیول شوي وي او د قانون په وړاندی د هیواد د هر مذهب پالونکی یو ډول حیثیت او حقوق لري. خو د شنونکو له نظره د اساسي قانون پلې کول په هیواد کې د شته اداري فساد له امله کله نا کله له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان لومړنی اساسی قانون د هیواد د خپلواکی په څلورم کال یعنی د ۱۳۰۲ لمریز کال د حمل د میاشتی په ۲۰ نیټه د هغه مهال د دولت د ۸۰۰ کارکونکو او د قبایلو د مشرانو له خوا په ۷۳ مادو کی جوړ شو چې د هغه پر اساس د هیواد په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره شاهي قدرت محدود کړای شو او خلکو ته د بیان، نشریاتو او د وګړو د مکتوبونو محرمتیا حق ورکړ شو.

د افغانستان حاضر اساسي قانون ددې هیواد اتم اساسي قانون دی چې د ښاغلي کرزي د انتقالی دوری پر مهال د ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو په درلودلو سره د جمهور رئیس له خوا توشیح کړای شو.

XS
SM
MD
LG